کور / تازه خبرونه / پرویزمشرف پاکستان ته ستون شو

پرویزمشرف پاکستان ته ستون شو

دپاکستان پخوانې پوځي مشر جنرال پروېز مشرف څه باندې دڅلورکلنې جلاوطنې څخه وروسته پاکستان ته راستون شو
پرویزمشرف د ۲۰۰۸ م کال په اګست کې تراستعفا وروسته، له پاکستان څخه ووت اود تبعید موده یې په برتانیې او متحده عربي اماراتوکې تېره کړه.
پاکستاني محکموپرویز مشرف په څوقضیوکې د هغه د ښکېلتیا او تور له کبله د هغه د نیولو امر کړی، چې په کې د ۲۰۰۷ کال د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو په وژلو کې یی لاس درلودی.
پر هغه دا تور هم دی، چې په ۲۰۰۶ کال کي یې د بلوڅانو مشر نواب اکبر بګټي د مشرف په امر پوځي عملیاتو کې ووژل شو، همدارنګه هغه په ناقانونه توګه یې د ځینو قاضیانو د نیولو امر کړی او د اسلام اباد په سره جومات باندی پوځي برید دده په امر شوی، چې تر ۹۰ ډېر زده کوونکي په کې ووژل شول. دپاکستان ستری محکمي پخوا ویلي وو ،چي مشرف به پاکستان ته دراستنیدووروسته سمدستي ونیول شي.ولي مشرف د نیونې د اندېښنو له امله له یوې محکمې څخه د لنډې مودې لپاره ضمانت اخیستې دی.
مشرف د جلاوطنۍ په کلونو کې خپل یو نوی سیاسي ګوند ”ال پاکستان مسلم لیګ” جوړ کړی دی.دی وايي چې د ۱۱ پارلماني ټاکنو لپاره به د ګوند د ټاکنیز کمپاین مشري کوي او ټاکنو کې به برخه واخلي.
د مشرف د ستنېدا د خبر تر خپرېدو وروسته، پاکستاني طالبانو په یوه خپره کړې وېدیو کې د مشرف د وژلو ګواښ کړی، او وايي، چې ددې کار لپاره یې یوه ځانمرګی ډله چمتو کړې ده.
پروېز مشرف په دبۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ده ته د طالبانو ګواښ څه نوې خبره نه ده.
جنرال پروېز مشرف په داسې حال کې له دبۍ رالوتلې الوتکې په مټ د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر ښکته شو، چې ملاتړي یې هلته ورغلي وو.له مشرف سره له دبۍ څخه د هغه ځینې پلویان او یو شمېر خبریالان هم ملګري وو.
مشرف په ۱۹۹۹ کال د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف حکومت ړنګ کړ، او د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد.نواز شریف له بندي کېدا وروسته سعودي عربستان ته تبعید شو، خو تر جوړجاړي وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو.
دکراچۍ پر هوايي ډګر د مشرف هرکلي ته د هغه پلویان راغونډ شوي وو.
د پروېز مشرف دواکمنۍ شاوخوانهه کلنه موده ډېره لانجمنه وه، چې په افغانستان کې یې دطالب رژيم د ړنګولو لپاره امریکایانو ته دپاکستاني هوايي ډګرونوکارولو اجازه ورکړه.
همداشان، د هندي کشمیر په کارګل کې د هغه وخت د حکومت له خبرولو پرته یې پخپل سر پوځي عملیات وکړل.مشرف ټینګار کوي، چې دده پرضد تورونه سیاسي اړخ او موخې لري، خو په محکموکې به په هر ډول له خپل ځانه دفاع وکړي.
سیاسي شنونکي وايي، اوس په سیاسي ډګر کې مشرف مهم رول بایللی؛ ځکه چې دنوموړي پخوانيومتحدینوا و ملګرو له نوروسیاسي ډلو سره لاسونه یو کړي دي.
خوځینې بیا وایې چي جنرال مشرف به بیرته دپاکستان واک په لاس کي واخلی. داځکه چي دپاکستان پوځي واکداران دمشرف خپل خلک دي اوددوی له لاري کولای شي دپاکستان دملکي او پو ځي اداري ټول واک له سره په خپل واک کي واخلی.