کور / تازه خبرونه / د ټاکنو کمیسیون پاکستانی سرپرست لومړی وزیر ټاکي

د ټاکنو کمیسیون پاکستانی سرپرست لومړی وزیر ټاکي

اسلام اباد:د بي بي سي د خبر له مخې پاکستان کې سیاسي مشران د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د یوه سرپرست لومړي وزیر په نومولو کې تر پاتې راتلو وروسته به اوس د انتخاباتو کمیسیون مشر د لنډمهالې مودې لپاره مشر وټاکي.د پاکستان په تېر ۶۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر پنځه کلنې دورې بشپړېدو وروسته دغه هېواد ملي اسمبلي د مارچ په شپاړسمه منحل شوه.لومړی وزیر او د لوی اپوزیسیون مشر سره درې ورځې وخت وو چې سرپرست لومړی وزیر وټاکي، چې تر پارلماني ټاکنو د انتقالې مودې د هېواد چارې پرمخ بوځي او د ټاکنو څارنه هم وکړي.خو هغوی په کې بریالي نه شول.وروسته له اساسي قانون سره سم، د لومړي وزیر د ټاکلو مساله د دواړو غاړو د ګوندونو یوې اته کسیزې کمېټې ته وسپارل شوه چې د کمېټې غړي هم درې ورځو کې څه پرېکړې ته رسېدو کې بریالي نه شول.دواړو غاړو پر خپلو وړاندیز شوو نومونو ټینګار وکړ چې دوی وړاندې د یو بل نومومونه رد کړي وو.اوس د سرپرست لومړي وزیر د ټاکلو مسؤوليت د ټاکنو د کمیسیون پر غاړه دی، چې دوو ورځو کې پرېکړه وکړي.د انتخاباتو کمیسیون مشر فخرالدین جي ابراهیم اوس په دې مساله د کمیسیون غړو سره مشورې پیل کړې دي.د انتخاباتو کمیسیون د سرپرست لومړي وزیر ټاکلو لپاره یوازې دوې ورځې وخت لري.داسې امکان هم شته چې د کمیسیون مشر هم یوه ورځ کې وټاکل شي دپاکستان دا نتخاباتي کميسون مرستيال اشتیاق احمد د ټولټاکنو د کميسون له ودانۍ بهر دخبریالانو ته وویل دلنډمهاله لومړی وزیر په باب چې نده د پارلیماني کمیټې له خوا ورته سپارل شوې ده تر وسه پورې کومه پريکړه نه ده شوې او په دې باب غونډه هماغه راز روانه ده . هغه وویل په دې باب به داساسی قانون په اساس فیصله وشي تر وروستیو پورې که کومه پريکړه ونه شوه نو سبا به حتما لنډمهاله لومړی وزیر نامه اعلان کړي ځکه داساسی قانون په اساس باید په دووورځو کې لنډمهاله لومړی وزیر وټاکل شي