دیوی عربي ورځپانې دسرچیني په حواله په سعودي عربستان کې یوې مېرمني خپلو نږدي دوستانواوملګرو ته يوه لویه میلمستیا هغه وخت جوړه کړه،کله چې له خپل خاوندڅخه دطلاق په اخیستلوسره بريالۍ شوه. داسې ميلمستيا ووته خلک هغه وخت را بلل کیږي ،چي نوی دنده پیداکړی،نوی واده وکړی اویا دزیږدني ورځ لمانځې.خو دامیرمن دطلاق په اخیستلو سره ډیره خو شاله ښکاري.
د عربي ورځپاڼې په خبروکې راغلې چي دسعودی(۲۷)اوه ويشت کلنې مېرمن ویلي، زما نکاح په خپله قبيله کې ديو داسې کس سره ترسره شوه، چې نه مې پخوا لېدلی وو، او نه يې له عادتونو څخه خبره وم، نوموړې ويلي دي، چې دهلک (خاوند)دخورد ډېرو صفتونو له امله نکاح ته تياره شوه او له هلک سره یې نکاح وکړه.
دغه سعودۍ مېرمن، چې د سعودي په لویديځ کي یې په يوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده ترسره کوی وایې ، چي وروسته پوه شوه، چې خاوند يې ددې له تنخواسره نکاح کړی وه ، نه له دې سره.ددي په وينا خاوند يې له دې سره هېڅ علاقه نه درلوده.
نوموړې وايي کله چي يې له خپل خاوندڅخه دطلاق غوښتنه وکړه نوهغه دطلاق په بدل کې يو لک رياله وغوښتل. دغه مېرمن وايي، چې خاوند یې محکمې ته هم نه حاضريدی. خوباالاخره په ۶۵ زره ریاله چې زه یې بايدخپل خاوند ته ورکړم زموږ ترمنځ تړون لاسليک شواوزموږ دنکاح تړون مات شواوطلاق په شرعي ډول واخیستل شو.
دغه مېرمن وايي، له هغه کس نه د ځان خلاصولو په اړه ډېره خوشاله ده ،نو ځکه يې وخپلوملګرواونږدی دوستانو ته بلنه ورکړه ،چي ددي لپاره په دغه لویه ميلمستیا کي ګډون وکړي اودغه خوشالي په ګډه سره ولمانځې.