دافغانستان څخه دآریانا تلویزیون اونوري افغانې خبری سرچیني خبر ورکوی چي دکابل -مزارشریف لویه لاره د سلګونوخښم جنواوقهرجنولاریونکو لخواه وتړل شوه.
لاریونکودپروان ولایت دمحلي اداري پرچارواکوباندي تور ولګاوه ،چي ددي ولایت دامنیت چاري نشي سمبالولې. مظاهره کونکي چي شمیر یی سلګونو تنوته رسیدي ، دپروان ولایت مرکز چاریکارکي یې لاریون پیل کړل اودپروان ولایت دچارواکو پرضدیې شعارونه ورکړل. دوی وایې پرون ددي ولایت ددولت اومخالفووسله والوډلوترمنځ دوسله والوبریدونوپه لړکي دیوه ماشوم په ګډون دري تنه وګړي ووژ ل شول. لاریون کونکي په داسې حال کي چي دوژل سوو کسانو مړي یې له ځانه سره وړل دچاریکاردښار په زړه کي دخښم څخه ډکي مظاهري پيل کړي اودسړک په منځ کي یې دموټروټایرونو ته اورواچوی اودکابل- مزار شریف دغه لویه ترانسپورتي لاره یې په ټپه وتړله.
لاریون کونکي ددولت پرامنیتي چارواکو نیوکي کولي اوامنیتي ځواکونه یې دولایت دبشپړ امنیت په چاروکي ناکامه وبلل. هغوی وا یې ،چي دا لمړی ځل نه دي چي امنیتي چارواکي په خپلودندوکي پا تي راغلي دي ،بلکي پروسږکال هم دوسله والواوامنیتي ځواکونوترمنځ بیګناه کسان ووژل شول.هغوی په ډاګه کړه ،چي حکومت اوامنیتي چارواکي نشي کولای دخلکودځان اومال ساتنه وکړي اودهغوی دښه اومصوؤن ژونددامنیت تضمین ورکړي.
دیادونې وړده چي تیرکال په دوبی کي ددولت اومخالفووسله والوډلوترمنځ دنښتوپه بریدونوکي هم یوه ښځه او یوماشوم ووژل سو ل اودری تنه نورپکښي ټپیان سول.