خامانیوز:د افغانستان د شمالي ولایت تخارڅخه تازه خبر وا یې چي ددي ولایت د اشکمش ولسوالې ولسوال عبدالمنان حکیمي دپنجشنبې په ورځ سهار وختي دماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د تخار پولیسومنلې ده، چي ولسوال عبدالمنان حکیمي هغه مهال ووژل شو، چې موټریې له کوره بهر پر یوه ماین وخوت.پولیسو ویلي،چې ګما ن کیږی دغه ماین ریموټ کنټرول وي.له نوموړي سره دوه ساتونکي هم وژل شوي، او دوه نور ټپیان دي.
دتخار ولایت دامنیت ریاست ویاند عبدالخلیل رسنیو ته ویلي چي سهار وختي ۷بجي حکیمي خپل کارته دتلو په حال کي وو ،چي موټریې دسړک دغاړي پر بم وخوت .
دطالبانوویاندذبیح الله مجاهددچاودنې پړه منلی اووایې ،چې ولسوال عبدالمنان حکیمي له خپلوڅلوروساتونکو سره وژل سوی دی.