پېښور:دپاکستان دپارلمان د انتخاباتو دترسره کیدا نیټه وټاکل شوه . دپاکستان رسنیو په وينا ولسمشر اصف علي زرداري دمي په یولسمه (۱۱) نیټه دملي پارلمان او دڅلورو (۴) صوبو دپارلمانونو دانتخاباتو دترسره کیدا ورځ ټاکلي ده .ټاکل شوي ده دپاکستان له اساسي قانون سره سم داوسني حکومت دفعالیت په ختمیدا او دملي او صوبايي ولسي جرګونو په ړنګیدا سره موقته حکومت له دوو (۲)میاشتو تر دریو (۳) میاشتو پورې ټاکل کیږي چې انتخابات ترسره کړي .ټاکل شوي ده ؛دپاکستان واکمن پیپلز ګوند او مخالف ګوند مسلم لیګ نواز څانګه تراوسه دراتلونکو انتخاباتو دترسره کولو لپاره دموقته لومړي وزیر دټاکلو لپاره کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي .