کور / تازه خبرونه / دافغانستان په ختیځ کي ځانمرګي چاودنې دناټویو سرتیری وژلې دئ

دافغانستان په ختیځ کي ځانمرګي چاودنې دناټویو سرتیری وژلې دئ

ایساف: دایساف ځواکونو په یوه خبرکي ویلي چي ددوی یوسرتیری دافغانستان په ختیځ کی دیوه ځانمرګي برید په چاودنه کي وژل سوی دئ. دایساف ادارې دچاودني ځاي اودوژل سوی سرتیری پوره هویت نه دي څرګندکړی ،چي چاودنه چیری وشوه اووژل سوی سرتیری دناټو دکوم هیوادوو.
دایساف ځواکونه وایې چي د (۲۰۱۳ )م کال په اوږدوکي دناټوځواکونو څخه (۲۱) سرتیری وژل شویدي ،چي دهغوی له ډلی نه (۱۶) سرتیري یې دامریکا،دوه سرتیر ي دانګلستان اودري سرتیري دنورو هیوادوڅخه دي .
په افغانستان کي د(۲۰۰۱) م کال راهیسي دناټواوامریکایې ګډوځواکونودراتګ څخه وروسته د وسله لوالو بریدونو اوچاودنو له امله دناټو (۳۲۷۰) تنه سرتیري وژل شویدي چي (۲۱۹۰) تنه یی یواځې امریکا یان دي. دناټوځواکونه خبر ورکوي چي په (۲۰۱۲)م کال کي ددوی دځواکونو له ډلې نه (۴۰۲) سرتیري وژل شویدي.
دناټوځواکونه وایې چي (۲۰۰۸) کال ددوی دسرتیرودوژلوترټولولږاوکمه کچه ښودل شویده.