پژواک خبری آژانس : ايساف اودافغانستان حکومت دواړه په ګډه دميدان وردګوولایت څخه دبهرنیو ځانګړوځواکونو دموضوع په اړه يوې پرېکړې ته ورسېدل.
په کابل کې دسوله ساتو نړيوالو ځواکونو ( ايساف) مطبوعاتي دفتر له خوا په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايساف لوى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ نن سهاروختي دجمعوررئیس حامد کرزي سره وليدل.
دخبرسرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال دواړومشرانو دميدان وردګوموضوع په اړه په هراړخیزه توګه خبرې وکړې .
جنرال ډانفورډ ويلي : (( زه په ډېرې خوښي سره اعلان کوم، چې جمهوررئیس حامد کرزي او د افغانستان ددفاع او کورنيو چارو وزراتونو له مشرتابه سره مې ډېرې مثبتې اوګټورې خبرې وکړې ، ددې خبرو په پايله کې دوردګود موضوع په اړه پر يوه پلان پرېکړې ته سره ورسېدو.))
نوموړي زياته کړه ، چې ددې پلان له مخې به په دې نا امنه ولايت کې د امنيت دلېږد پروسې ته ادامه ورکول کېږي او په دې ولايت کې به د خلکو او دنړيوالو ځواکونو امنيتي اړتياوې په پام کې نيول کېږي .
د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغان حکومت سره د شوې پرېکړې له مخې به تر ټولو مخکې د ميدان وردګو نرخ ولسوالۍ په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، چېرته چې اوس د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ سيمه ييز پوليس فعاليت کوي.سرچينه زياتوي، چې ډېر ژر به افغان ملي ځواکونه دغې ولسوالۍ ته د امنيت د ټينګولو په موخه ولېږل شي .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نرخ ولسوالۍ ته د افغان ملي ځواکونو له راتګ سره سم به په دې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو او نړيوالو ځواکونو ته د پاتې کېدو اړتيا نه وي .
ايساف وايي، چې د ميدان وردګو ولايت د نورو سيمو د امنيت دلېږد پروسه به له وخت سره سمه روانه وي.
د ايساف لوى قوماندان جنرال ډنفورډ ويلي ، چې دوردګودموضوع په اړه پرېکړې ته په رسېدو يې له حامد کرزي څخه مننه کړې.
هغه زياته کړې : (( دغه نوى پلان د ولسمشر حامد کرزي له هغو څرګندونو سره سمون خوري ، چې د افغانستان د ملي ځواکونو صلاحيت او وړتيا زياته شوې او د خپلو سيمو د امنيت ساتلو وړتيا لري.))
جنرال ډنفورډ د وردګو په موضوع پرېکړې ته رسېدل بريا ګڼلې او زياته کړې يې ده ، چې دا به د امنيت د لېږد پروسې برياليتوب ته لاره هواره کړي.ايساف وايي ، چې نرخ ولسوالۍ ته د افغان ملي ځواکونو د لېږد مهال وېش به دافغان حکومت له خوا اعلان شي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څومياشتو راهيسې د ميدان وردګوخلکو په دې ولايت کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو له ځورونواودبې ګناه خلکو دوژلو په اړه شکايتونه کول، اودکابل اووردګو ولایتونوکي دبهرنیو سرتیرو دوتلو په هکله کلک لاریونونه هم وشول. دوردګوڅخه دبهرنیوځواکونو دژر وتلوپه اړوند دافغانستان دعالمانو شورا هم خپل کلک غبرګون ښکاره کړي اوددي شخړۍ ږغ بیا ترملي شورا او دارګ ماڼې ته هم ورسیدي،ولي دحل لاري چاري یې په ټپه ولاړی وي. خواوس دواړي خواوي ددي ستونځې دحل لاره لټوي او وایې چي دشخړي په هکله ځانګړي پریکړي ته رسیدلي دي.
افغان جمهوررئیس حامدکرزی شاوخوا دوه اوونې مخکې دیوه فرمان له رویه امر وکړ، چې د دوو اوونيو په ترڅ کې دې ځانګړي امريکايي ځواکونه له وردګوولايت څخه ووځي، چې له دې وروسته د افغان حکومت او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې.