کور / تازه خبرونه / افغان دیپلوماتان بایدافغانې تابیعیت ولري

افغان دیپلوماتان بایدافغانې تابیعیت ولري

دافغاني رسنیو په حواله جمهوررئیس حامدکرزي په دې وروستيوکې دملي شوراددواړوجرګو له خوا ه رالیږلې هغه مصوبه لاسليک کړى ،کوم چې له مخې به يې هېڅ يوافغانې ديپلوماټ نه شي کولاى دوه ګونى تابعيت ولري.
په بهرنيوهېوادونوکې دافغانستان سياسي استازي هغه کسان دي چې زیاتره یې دوه ګوني تابعيت لري.
که څه هم دافغانستان جمهوررئیس له لوري د دغې مصوبې لاسليکېدل تر دې مهاله په رسمي بڼه نه دى اعلان شوي، خوحکومت ته يوې نژدې سرچينې بي بي سي ته ويلي چې دغه مصوبه دملي شوراد دواړو جرګو له خوا تایيد شوېده اوپه دې وروستيو ورځوکې دافغان ولسمشر له خوا لاسليک شوې هم ده.
د ملي شورا له خوا په دغې استول شوې مصوبه کې راغلي وو، چې په بهرنيو هېوادونو کې سفيران او سياسي استازي بايد دوه ګونی تابعيت و نه لري او یواځي دافغانې تابیعیت لرونکي وي.
خو په ملي شورا کې ځينو ولسي استازو بي بي سي ته ویلي چې حامد کرزي په کې دا ماده هم ورزياته کړې چي هغه کسان کوم چي مېرمنې يې بهرنيانې وي هغوى هم نه شي کولاى چې په بهرنيو هېوادونوکې دافغانستان سياسي استازيتوب وکړي. ددغه مصوبي لرویه هيڅ افغان ديپلوماټ يا ديپلوماټه اودهغه ميرمن يا دهغې خاوند دوه ګوني تابعيت نه شي ساتلې او يوازې او يوازې بايد افغانې تابعيت ولري.
د يوشمېرکتونکو له نظره، ددوه ګوني تابعيت لرونکو سياسي استازو په اړه د افغانستان دجمهوررئیس له خوا د ملي شورا مصوبه داسې مهال لاسليک کېږي چې دمګړۍ د دولت په لوړپوړوڅوکيوکې د دوه ګونو تابعيت لرونکي په کار ګومارل شويدي اودولتي دندي پرمخ بیايې .
که چېرې دغه فرمان پلی کېږي، نودغه کسان به له کوم برخليک سره مخامخ شي .ددوه ګوني تابعيت دلرلوسره سره بيا هم نړيوالوتل پرافغان حکومت دانيوکې کړي چې دحکومت په چوکاټ کې هغه وړتیاوې نه شته لکه څنګه يې چې تمه کېږي.