کور / تازه خبرونه / ايټاليا پوهني وزارت سره ۱۲ لکه ډالره مرسته وکړه

ايټاليا پوهني وزارت سره ۱۲ لکه ډالره مرسته وکړه

پوهنې وزارت په افغانستان کې له لرې واټنه د زده کړې د پروګرامونو د پراختیا او د تعلیمي تلویزیون د پروګرامونو او ظرفیت لوړولو لپاره له یونسکو موسسې او په کابل کې د ايټالیا له سفارت سره د مرستې یو تړون لاسلیک کړ.

دغه مرسته د هغو تلویزیوني پروګرامونو په جوړولو او خپرولو لږېږي، چې له لرې واټنه زده کوونکو ته ښوونیز درسونه وړاندې کوي.

د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ، چې نن یې په کابل کې د ایټالیا له سفیر او د یونسکو موسسې له استازي سره د مرستې دغه تړون لاسلیک کړ وویل، چې دا په هېواد کې د پوهنې نظام د پراخوالي لپاره یو بل مهم ګام دی.

د پوهنې وزیر وویل، چې دغه پروژه ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالره ارزښت لري او له مخې به یې په افغانستان کې له لرې واټنه د زده کړې پروګرامونه عملي شي، چې ده ورته اړتیا زیاته وبلله.

له دې پروګرام سره به تعلیمي رادیو تلویزیون په ډيجیټل سیستم سمبال شي او د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې به زده کوونکو ته منظم تعلیمي پروګرامونه وړاندې کړي.

د پوهنې وزیر وايي، چې د تعلیمي راډيو تلویزوین د ښوونیزو پروګرامونو د پراختیا له برکته به په لرې پرتو سیمو کې د ښوونې کیفیت پورته او هغو زده کوونکو ته به عصري او مسلکي ښوونیز پروګرامونه وړاندې کېږي، چې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي.

په کابل کې د ايټالیا سفیر لوسیا نو پیزونی د پوهنې د پراختیا لپاره د مرستو ژمنه وکړ او یادونه یې وکړه، چې د نوې ټکنالوژۍ پر مټ به وکولای شي، چې نه یوازې زده کوونکو بلکې هغو کسانو ته چې له زده کړې څخه محروم پاتې دي، ښوونیز پروګرامونه وړاندې کړي.

د ایټالیا هېواد د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ میلادي کلونو په لړ کې د تعلیمي تلویزوین د بیاجوړولو او تجهیز لپاره ۲،۵ میلونه ډالر مرسته کړې وه.

د پوهنې وزیر د راتلونکي کال د پلانونو په اړه هم وویل، چې په نوي ښوونیز کال به څه باندې ۱،۶ میلیونه نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شي او د هېواد ټولو ښوونځيو ته به درسي کتابونه ورسوي.

د پوهنې وزارت اړوند تعلیمي تلویزیون په ورځ کې ۱۳ ساعته ښوونیز پروګرامونه وړاندې کوي او په پلان کې ده، چې د یادې پروژې له لارې به دغه خپرونې نورې هم پراخې شي.

همدارنګه په پام کې ده، چې د تعلیمي تلویزیون د پروګرامونو د پراختیا او په هېواد کې له لرې واټنه د زده کړو د پراختیا په موخه ورته تړون د هند له هېواد سره هم لاسلیک شي.