کور / تازه خبرونه / تورخم: ډيورنډ کرښه د تاوتريخوالي له امله تر ۳ ګانټو بنده وه

تورخم: ډيورنډ کرښه د تاوتريخوالي له امله تر ۳ ګانټو بنده وه

پر تورخم پرته د ډيورنډکرښې د لراوبر افغانستان تر منځ دتګ راتګ لاره د امنيتي ځواكونو ترمينځه تاوْ تريخوالى له امله دپولې درې ګڼټونه زياته بنده وه اوددواړو هيوادونو ځواكونه ديوبل خلاف مورچې شوې وې خو وروسته دجرګې له لارې دا شخړه هواره شوه او دپولې دروازه هم پرانستل شوه دا تاوْ تريخوالى داوړو دقاچاقبرۍ كوښښ كوونكى اته كلنه افغان ماشومې دټريلر دلاندې راتلو اوژوبلې له امله رامينځ ته شوې وه دتفصيلاتوترمخه اته كلنې افغان ماشومې داوړودقاچاقبرۍ كوښښ كولو چې خيبررائفلزاهلكارو دا وكتله او دې پسې شول چې له امله ئې دماشومې خپه ټريلر لاندې شوه او زخمى شوه په دې كار سره افغان ځواكونه غوصه شول او دپولې دروازه ئې بنده كړه په جواب كښې رائفلزهم ددروازې نه پرانستلو حكم وركړو خووروسته د روغې جوړې نه پس دروازه پرانستل شوه .