د پاکستان يوخصوصي تلويزيون (جيونيوز) د ټاکنو لپاره هره اونۍ د ټولو سياسي ګوندونو داستازو په ګډون يوه خپرونه لري ، ترڅو دا ګوندونه د خپلو تګلارو او پروګرامو په څرګندلو سره د خلکو ملاتړ او رایه ترلاسه کړي . دا خپرونه ځکه مهمه او جالبه ده ، چې بيلابيل فکرلرونکي کسان په وار سره خپله تګلاره چې يو له بل سره ډېر توپير لري بيانه وي.
دا بحث ځکه مهم و چې موضوع يې د بهرنۍ تګلارې په اړه وه ، د هرګوند استازوبه پرخپل وارد ګاونډیواو نورو هيوادنو سره د ښو او برابرو اړیکوپه لرولو ټينګار کاوه .
دعوامې نیشنل ګوند په استازي توب افراسياب خټګ د افغانستان په اړه په زړه پورې خبرې وکړې او ګواښ يې وکړ ،چې که د پاکستان لاس وهنه همداسي دوام ومومي ، افغانستان ته د یوه مستقل هيواد په سترګه ونه کتل شي ، د شته ستونزو په هواري کې ورسره مرسته ونه شي ، لکه اوس چې پاکستان له کومو ستونزو سره مخ دی راوتلونکې یې تر دې هم خرابه او له ستونزو ډکه ده.
د جمعيت علمای اسلام ګوند په استازي توب مولانا عطا الرحمن بیا ويل چې دافغانستان مسلې ته باید جدي توجو وشي او موږ باید خپل ډېر فکر دې خواته ونيسو . د خپرونې له دوو ويانديانو له ډلې څخه ، یو حامد میراو بل یې افتخاراحمد وو ، که څه هم د دواړو دريځ د افغانستان په اړه منصفانه او بې لوري وو خو افتخار احمد چې یو مهال يې په يوه ځانګړې مرکه کې کرنيل امام هم راټينګ کړی وو چې له مهمو تاريخو مسايلو په ځانګړې توګه دافغانستان له پېښو څخه یې پرده پورته کړې وه چې د ځينو انګيرنو پربنیاد همدا مرکه د کرنيل امام د مرګ لامل شوه .
افتخار دا ځل هم مولانا عطا الرحمن داسې را ټينګ کړچې لاره یې پرې ورکه کړې وه .
افتخار : ولې افغانستان ته د يوه ازاد او مستقل هيواد په سترګه نه ګورﺉ ؟
مولانا : ولې نه ګورو ، چا نه دي کتلي !
افتخار: کله مو ورته کتلي ؟ خپله سل ستونزې لرﺉ خو د افغانستان دواکدارۍ خبرې لا نه هيره وﺉ ؟
بیا افتخار ټول مخاطب کړل : دیرش کاله وه شول چې په افغانستان کې لاس وهنه کوﺉ ، څه مو ترلاسه کړل افراطیت ، ترهګري ، ورور وژنه ؟ د خدای لحاظ ومنی د بل چا په کارونوکې کار مه لرﺉ ، کنې حال به مو تر دې هم بتره وي .
دافتخار ددې خبرې سره په تالارکې ناستو عامو ګډونوالو په چکچکوسره دوياند خبرې تاييد کړې .ما هم لاسونه راپوته او ښه مې وه پړه کول .
خوشحاله په دې شوم چې د پاکستان ژورناليستان ، عام خلک او سياسيون هم په دې پوی شوي ،چې په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه اخیر د دوی په زیان هم تمامه شوې او سمه دمه تمامه شوې. دنيږدې ټولوګوندونو استازو وعدې کولی که واک ته ورسيږي له ګاونډيو هیوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره به ښې اړيکې ولري اوپوره پوره احترام به يې کوي .
د خپرونې په پای کې وروستی پوښتنه دا وه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره باید څوک جوړه کړي ؟ دټولو ځواب دا ووچې پارلمان ، نو د وياند تحليل دا وو چې دپاکستان له جوړيدو راهسي بيا تراوسه د دې هیواد بهرنۍ تګلاره پارلمان یا ملکي حکومت نه ده جوړه کړې ، هیله وه ښودل شوه چې راتلونکی حکومت دې خدای وکړي چې بهرنۍ تګلاره په پارلمان کې جوړه کړي .
زموږ،هیله هم همدا ده چې د پاکستان ادارې په ځانګړې توګه ای ایس ای وروسته د سیاست مدارانو او عامو خلکوخبرو ته غوږ شي ، ترڅو له یوه لوري د عاموپاکستانيانو او تاریخ له پړې څخه ځان ژغورلی وي او له بل پلوه يې د پاکستان د امنيت ، اقتصاد ………….. فکر کړی وي او نړۍ ته يې د يوه پرامن هيواد په توګه ورپيژندلی وي ، نه د ترهګرۍ دځالې په توګه .