کور / تازه خبرونه / کندهار: د ولسمشر په امر ۴۰ زندانيان ازاد سول

کندهار: د ولسمشر په امر ۴۰ زندانيان ازاد سول

دجمهور رئيس له فرمان سره سم، د کندهار له مرکزي زندانه ٤٠ تنه هغه زندانيان چي د قيد موده يې بشپړه کړې وه او د نقدي جريمې له خاطره بنديان ول، تېره ورځ ازاد سول.
دغه ٤٠ تنه اکثره يې هغه کسان ول چي په مختلفو جنايي جرمونو کي ککړ ول او د اقتصادي ستونزو له خاطره يې نسواى کولاى چي د محکمې له فيصلي سره سم وضعه سوې جريمه تحويل کړي.
د ذکر سوو محبوسينو د سرنوشت ټاکل او يا هم د هغوى ازادي د اجرايه قوې له صلاحيتونو څخه نه دي او له همدې خاطره و چي په دغو کسانو کي ځينو يې تر ټاکل سوي وخت ډېره موده په زندان کي تېره کړه.
ددغه ډول زندانيانو د خلاصون لپاره له پلازميني کابل څخه هيئت هم راغلى چي په کندهار محبس کي يې ددغه ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو سره يو ځاى د نقدي جريمو له خاطره ناست زندانيان خوشي کړل.
د جمهور رئيس له فرمان سره سم د کندهار ترڅنګ د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کي هم دغه ډول زندانيان له نقدي جريمې معاف او خوشي سول.
د کندهار والي وياند په وينا دغسي بنديان په نورو ولايتونو کي هم وه چي د ولايتي ادارې سره يې په قانوني توګه د ازادېدلو صلاحيت نه وو او د پلاوي تر څېړنو وروسته د جمهوري رياست په حکم ازاد سول.
نوموړی وايي په دغه برخه کي صلاحيتونه او مسؤليتونه هم يوازي او يوازي په قضائيه قوه پسي ربط پيدا کوي او اجرائيه قوې ته د اصولو له مخي هيڅ راز واکونه ورکول سوي نه دي.