کور / تازه خبرونه / په پېښورکې ځانمرکې بريدشوى

په پېښورکې ځانمرکې بريدشوى

پېښور: په پېښورکې ٢ بريدکونکو چې ځانمرګي واسکټونه یې پرتن و،وتوانیدل چې په خیبر واټ کې کانټي ننټل هوټل سره نږدې محکمې ته ننوځي چې یوتن برید کونکی ځان والوځوي چې له امله یې ۴ ولسي کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شول چې په ټپيانو کې د محکمې قاضي، مېرمن ګلثوم اعظم چې د یوې د وسیې د تعقیبولو په حال کې وه شامله ده.د پېښور د پولیسو یو افسر، مسعود اپریدي ویلي چې یو برید کونکی پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول، خو دویم کس د پولسو له خوا ووژل شو. ځايي پوليس وايي دوه بريدګرو چې غوښتل يې د دوشنبې په ورځ د يوې محکمې ودانۍ ته ننوځي يو د پوليسو له لوري وژل شوی او بل يې ځان الوځولی دی..د پېښور يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي ويلي د بريد کوونکو شمېر د پنځو او اوو کسانو ترمنځ دی، خو پوليس وايي بريد کوونکي دوه کسه وو چې دواړه يې وژل شوي دي.دوی وايي د محکمې د ودانۍ دننه پلټنه روانه ده، عام خلک او د محکمې کارکوونکي له دغې ودانۍ نه وېستل کېږي.لومړی يوه چاودنه وشوه او ورپسې ډزې پيل شوې.په دغه پېښه کې ټپي شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.پوليس او پوځ د پېښې سيمه کلا بنده کړې ده.له دغې ودانۍ سره نژدې د پېښور يو پوځي مرکز، د ايالتي اسمبلۍ ودانۍ او پي سي هوټل موجود دي.