دافغانستان دکرکټ ملي ټیم غړي په عربی اماراتو کي دپرله پسي بریاووڅخه وروسته دانترکانتیننتال دکپ دلوبو په سیالیوکي د غوره بریالیتوبونو نه وروسته پرون شنبه خپل هیواد را ستانه شول.
دافغانستان دکرکټ ملي ټیم دسکاټلند څخه ځو ځله لوبه وګټله اواوس (۶۴ )نمري لری. دکرکت په دغه لوبوکي ایرلند لمړي ځای، افغانستان دوهم ځای اوسکاټلند دریم ځای نیولې دی .
دکرکت ملي تيم دوي شل اورویزې لوبي اودوي دپنځوس اورویزی لوبې دسکاټلند تيم سره وکړي اوڅلورسره لوبې یې وګټلي اودیوي ورځني لوبی په پایله کي هم بریالې راووت . دمګړۍ دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دانترکانتیننتال دکپ دوهم ځای ترلاسه کړیدی.
دافغانستان دکرکټ دملي ټیم لوبغاړی دکابل دهواډګر څخه دکرکیټ دبورد درئیس شهزاده مسعود اودبورد دنورو غړو لخواه په داسي حال کي بدرګه کیدل چي دکابل دښاریانو لخوا ه یې تود هرکلې وشو.
که چیری دافغانستان دکرکټ ملي ټیم په راتلونکي کي د نا میبیااوایرلندڅخه دلوبوسیالي وګټې نو بیا زموږ ملي ټیم کولای شي چي د ۲۰۱۵ کال دنړیوالولوبو په سیالیوکي ګډون وکړي.