کور / تازه خبرونه / دپاکستان پارلمان ړنګ شو

دپاکستان پارلمان ړنګ شو

د پاکستان په تېر ۶۵ کلن تاریخ کې دلومړي ځل لپاره ددغه هیواد ملي اسمبلي تر پنځه کلنې دورې له بشپړېدووروسته ملي اسمبله ړنګه شوه.
په تېر وختونوکې به دپاکستان مخکني واکداران اودحکومت چارواکي ددرغلیو، بډو اخیستلواو داسې نورو تورونو له کبله دخپلې کاري دورې تر بشپړېدومخکي له څوکۍڅخه لیری کیدل. خوددي ځلي دپاکستان پارلمان خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړله.
که څه هم د پاکستان ملي اسمبلي ړنګه شوه، خودحکومت او لوی اپوزیسیون ترمنځ دمخالفتونوله کبله د انتقالي مودې لپاره د لومړي وزیر په نوم کومه موافقه لا نه ده شوې.حکومت او مخالف مسلم لیګ (ن) د هر یوه مخالف له لوري وړاندیز شوي نومونه رد کړي دي.
اوس دغه قضیه د پارلمان یوې کمېتې ته سپارل کېږي، خو که حل نه شي، دټاکنو کمېسیون به د انتقالي دورې لپاره لومړی وزیر اعلانوي اودانتقالي دورې د لومړي وزیر اداره به د ټاکنو څارنه کوي
د لومړي وزیر په ګډون، دڅلورو ایالتونو اعلی وزیرانو په یوه غونډه کې د ملي او ایالتي اسمبلیو د ټاکنو په یوه ورځ رای اچونې موافقه کړې ده.راتلونکې ټاکنې به د دوو میاشتو په دننه کې وشي.
سیاسي شنونکي وايي، د ټاکنو اصلي لوبغاړي او سیالي کوونکي به د ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند او مخکني لومړي وزیر نواز شریف د مسلم لیګ (ن) د ډلې ترمنځ وي.
نوى حکومت به بې له شکه په افغانستان کې دحالاتو په اړه اندېښمن وي، په ځانګړي ډول چې د ناټوپه مشرۍ جګړه ييز ځواکونه د ٢٠١٤ م کال په پاى کې له افغانستانه وځي اودا چې ددې اغېز به پر پاکستان څه وي وروسته به مالومه شي، خو تجربه ښیي چي دافغانستان پرکړکیچنوحالاتو به دپاکستان ټاکني کومه ځانګړي اغیزه ونکړی ،ځکه چي دپاکستان اصلي واک دپوځیانوسره دي.
د ټاکنو کمیسیون به د ټاکنو لپاره په یوه اوونۍ کې مهال وېش ټاکي، چې سیاسي فعالیتونه به هم ورسره چټک شي.د پاکستان د ټاکنو مرکزي کمیسون د مۍ د اتمې او لسمې نیټې ترمنځ د انتخاباتو د ترسره کیدو سپارښتنه کړې ده.پاکستان له لويو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګريوان دى، او ډېر خلک د نورو اغېزمنو عامه خدمتونو غوښتونکي دي

.