لراوبر – پيښور
دعوامى نيشنل پارټۍ مركزى مشراسفنديارولى خان فوځى پريډ نه دسلامى اخستو په وخت دافغانستان په صدرحامدكرزى دقاتلانه حملې سخته غندنه كړيده اودې بريد كښې دوژنې او ژوبلې هم سخته غندنه كړيده ده خپل يو بيان كښې دې پيښه كښې دژوبلو اووژل شويو كسانو لپاره دافغانستان حكومت سره دژورې همدردۍ څرګندونه كړيده او دژوبلو لپاره ئې دصحت دعا هم غوښتې ده دهْ زياته كړه چې اى اين پى دترهګرۍ دداسې پيښو سخته غندنه كوى اودپښتنودښمنان په هيڅ حال كښې هم دډيورنډ لائن ددواړوخواو دپښتنو ترقى نشى كتلى .