کور / هراړخیز / په هند او پاكستان كې د SAFMA اتمه كلنۍ غونډه

په هند او پاكستان كې د SAFMA اتمه كلنۍ غونډه

A south Asian Vision and Union Opening minds Opening Borders


 سفما SAFMA د جنوبي آسيا د ازادو رسنيو ټولنه South Asian Free Media Association ده چې د كال 2000م د جولاى په دوهمه د جنوبي آسيا د نومياليو ژورناليستانو له خوا، په اسلام اباد كې د جنوبي آسيا د ازادو رسنيو په لومړني كنفرانس كې جوړه شوه.



سفما په سيمه كې د رسنيو د متخصصينو تر ټولو پراخه شبكه ده چې د يوه قدرت يا ځواك په توګه، د اطلاعاتو د برابرولو د لارو چارو د ميندلو د يوه رسمي ارګان په توګه، د سارك SAARC له خوا په رسميت پېژندل شوې او د هغوى په كلنيو غونډو كې برخه اخلي.


سفما د مطبوعاتو د اغيزمنتوب، ځواك او زور له لارې د سارك په پاليسي جوړونكو او د هغوى په نظرياتو اغيزه كوي چې د سيمې د سترو مسايلو په برخه كې تلپاتې تفاهم ته وده وركړي. په دې لړ كې د لانجو او كړكيچونو سوله ييز حل، نه تشدد، اقتصادي همكاري او د فقر كموالي د يادولو وړ دي چې د ولسواكۍ، بشري حقونو او ښه حكومت كولو له لارې عملي كېدلاى شي.


سفما د SAARC په اتو غړو هېوادونو كې دفترونه لري چې ټول د مركزي سكرتريت(لاهور_ پاكستان) سره په تفاهم كې كار كوي او غواړي چې د غړو هېوادونو د خلكو او حكومتونو اړيكې لا ښې شي، اقتصادي راكړه_ وركړه ډېره شي،  د خلكو او مالونو په تګ راتګ كې آسانتياوې ډيرې او د كينې، دښمنۍ او اختلاف ځاى سوله، ورورګلوي، پوهاوى او پرمختګ ونيسي.


سفما تر اوسه په هند، سريلانكا، بنګه ديش، پاكستان او بوتان كې څو غونډې جوړې كړې چې تر ټولو وروستنۍ يا اتمه يې د 2013 د جنوري له 6 څخه تر 9 پورې د هند او پاكستان په پنجابونو (امرتسر_ لاهور) كې جوړه شوه چې له افغانستان څخه 15 كسانو  برخه پكې اخستې وه.


د سفما مشر ضيا بوميا، د سفما دوه پخواني مشران احسان الله آرينزي(د ګنج اونېزه) او رحيم الله سمندر (آزادي راډيو)، عبدالقيوم كريم (MSPA)، غلام جيلاني ځواك(كابل نيوز تلويزيون)، فريده نيكزاد (وخت خبري آژانس)، فريبا ظاهر(BBC)، زبير شفيقي(ويسا ورځپاڼه)، غلام علي صارم(اعتصام مجله)، انار كلي هنريار(مشرانو جرګه او مدني ټولنه)، عثمان سنګين(شمشاد تلويزيون)، فروزان معروفي(مدني ټولنه)، سهيلا وداع خموش(كليد ګروپ) او مكيه ميز (سلام وطندار)


د سميه ييزه مرستو له پاره د جنوبي آسيا ټولنه يا سارك The South Asian Association For Regional Cooperation د كال 1985م د دسمبر په اتمه د بنګه ديش په پلازمينه (ډاګه) كې جوړه شوې ده. د دې ټولنې مركز د نيپال په پلازمينه(كتمندو) كې دي. سارك په 1985م كې د هند، پاكستان، بنګه ديش، مالديپ، نيپال، بوتان او سريلانكا تر منځ جوړ شو. افغانستان په كال 2007م كې د سارك غړيتوب تر لاسه كړي دي. د 2009 د سپتمر په دوهمه په كابل كې د سارك د بهرنيو چارو وزيرانو غوڼده جوړه شوه. د سارك كومه سرمشريزه تر اوسه په افغانستان كې نه ده جوړه شوې.


د دې ټولنې د جوړېدو لومړنى هدف دا و چې د سيمې په هېوادونو كې ټولنيز_ اقتصادي پرمختګ د ډله ييزو پروګرامونو له لارې ګړندي كړي. د سارك غړي هېوادونه په لومړي پيل كې هوډمن وو چې يو د بل ملي حاكميت او د خاورې تماميت ته به درناوي كوي، يو د بل په كورنيو چارو كې به لاس نه وهي او د دوه اړخيزو او څو اړخيزه همكاريو له لارې به يو بل ته ګټه رسوي.


د سارك ټولنې لومړنۍ او اساسي موخه د غړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او ګډ كار له لارې د وټه ييز (اقتصادي) او ټولنيز پرمختګ چټك كول دي. په ټولنيز ډول د جنوبي آسيا هېوادونه د اقتصاد له پلوه كمزورى او د اقتصاد اصلي برخه يې كرنه جوړوي. له بله پلوه دا هم ليدل كيږي چې په نړۍ كې د اقتصاد اوسنۍ كړنلاره د وروسته پاتې هېوادونو په ګټه نه ده، د دې ستونزې ستر عامل دا دى چې د شتمنو هېوادونو تر منځ (Protectionism) يا د ساتنې پاليسي ورځ په ورځ زياتيږي.


د دې ستونزې د اوراولو له پاره د سارك غړي هېوادونه غونډې كوي، د ستونزو په لارو چارو غور كوي او هڅه كوي چې داسې پرېكړې وكړي چې نه يوازي له دوى سره د اقتصاد په چټك پرمختګ كې مرسته وكړي؛ بلكې د سارك غړو هېوادونو تر منځ اقتصادي واټن هم كم كړي.


د سارك هېوادونو په خپل منځ كې د همكارۍ او همغږۍ لمن ورځ په ورځ پراخوي. د دوى ډېرې هڅې د ټكنالوژي رواجول، اقتصادي پرمختګ، د معلوماتو خپرول، د ټولنيزو ستونزو له منځه وړل او د نشه يي توكو او ترهګرۍ وركولو ته متوجه دي؛ خو په دې ټولو كې د سارك د پام وړ دنده د سوداګريزو مرستو او همغږۍ ډېرول دي. د سارك په ټولنه كې د اقتصادي پرمختګ، سوداګرۍ، صادرات او وارداتو موضوعګانو ته لومړيتوب وركول كيږي.


سارك، سفما په خپله هغه سرمشريزه غونډه كې چې په 2002م كال كې په بنګه ديش كې جوړه شوې وه، د خپل يو ځانګينر ارګان په توګه ومنله چې اوس د سيمې په اتو هېوادونو كې فعاليت كوي. سارك نورې څانګې هم لري لكه SAPTA يا د سيمه ييزه سوداګرۍ ټولنه چې تړون يې په 1995 كې لاسليك شوي او د غړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي سوداګرۍ د پراختيا او چټكتيا له پاره هڅې كوې او داسې نور.


د سفما په غونډه كې ګډون وال افغاني پلاوى د 2013م د جنوري په 5 – 6 د هندي پنجاب مركز امرتسر ته ورسېد. د سفما ټول مېلمانه د امرتسر په Raddison هوټل كې اوسېدل او غونډې هم د همدې هوټل په يوه لوى سالون كې جوړېدې. د يادولو وړ ده چې د سفما مېلمانه د جنوري په شپږمه د امرتسر په ښار كې وګرځېدل او د سكانو ډېر سپيڅلى معبد Golden temple يې وليد.


چې خورا ډېر تاريخي او مذهبي ارځښت لري.طلايى معبد ته ټول ورتلونكي كسان ښځې يا نارينه، كشران يا مشران؛ سك، هندو، مسلمان يا بل هر څوك بايد څو سوه گامه په يبلو پښو لاړ شي او سرونه يې پټ وي. د دې معبد د گنبدو، چت او ديوالونو په جوړښت كې دوه ټن سره زر مصرف شوي دي.


د جنوري د شپږمې ورځې په 9  بجو له سهارني څخه وروسته د سفما د مېلمنو نوم ليكنه پيل شوه او پېژندپانې ووېشل شوې. د غونډو له پاره د Raddisson هوټل د كنفرانسونو تالار په پام كې نيول شوى و چې ديكورشين يې ډېر ښكلى او په زړه پورې و. تالار ته مخامخ د رييسه هئيات د دريځ شا ته د سفما بنر ځوړند و چې پرې ليكل شوې و:


A South Asian Vision and Union


Opening Minds, Opening Borders


دا په ټولو كې د سفما اتمه غونډه ده چې په تېرو لسو كلونو كې جوړېږي. له بده مرغه چې تر اوسه د سفما هېڅ غونډه په افغانستان كې نه ده جوړه شوې. د سفما د غونډو برخه وال او دولتونه لا تر اوسه په افغانستان كې د امنيت او ثبات په ټېنگښت پوره ډاډمن نه دي او كېداى شي چې ځينې پلاوې يا فند وركونكي ايډيټران په هغه غونډه كې ګډون ته زړه ښه نه كړي چې په كابل يا د افغانستان په كوم بل ولايت كې جوړه شي.


غونډه د سهار په 10.30 بجو د سفما د جنرال سكرتر ښاغلي امتياز عالم په خبرو پيل شوه. امتياز له هر څه مخكې د غونډې برخه والو او مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او د سارك هېوادونو په تېره بيا له هندي چارواكو څخه وغوښتل چې د سيمې د خلكو او په تېره بيا ژورناليستانو ته د ويزې آسانتاوې ډېرې او د خلكو، مالونو او فكر د آزاد تگ راتګ له پاره د ورېښمنو تاريخي لار بيا ژوندي كړي. امتياز وويل چې د 21 پېړۍ په پيل كې بيا كابل، پېښور، لاهور، امرتسر، ډيلي، كلكته او ډاكه نژدې كېدن او ښو اړيكو ته اړتيا پيدا كوي. دا خلك يو له بل څخه نه بېلېدونكي دي او د دولتونو ته په كار دي چې تګ راتګ آسانه كړي.


له دې وروسته امتياز عالم د هند سفما  مشر وينود شرما ته بلنه وركړه چې پرانستونكې وينا واوروي.


وينود شرما غونډې ته د هندي مشرانو پركاش سنـګ بادل او سلمان خورشيد، د سفما جنرال سكرتر امتياز عالم او د اته ګونو هېوادونو د سفما پلاوو ته،  راغلاست ووايه او د سارك د هېوادونو تر منځ يې د ښه پوهاوي، ژورناليستانو ته د آسانتياوو د برابرولو او ښه ګاونډيتوب په اړتيا خبرې وكړې او په دې برخه كې يې د سفما په لاس ته راوړنو او برياليتوبونو خبرې وكړې.


له دې وروسته امتياز عالم د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد ته چې خپله هم د مطالعې اهل او د آثارو خاوند دى، بلنه وركړه چې خپله وينا واوروي. سلمان خورشيد سفما وستايله چې د پرانستو ذهنونو او پرانستو سرحدونو تر نامه لاندې يې د سارك هېوادونو د ژورناليستانو يوه درنه غونډه د هند او پاكستان په پنجابونو كې جوړه كړې ده. ده مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې كړه وياړم چې له ډېرې مودې وروسته بيا د سفما يوې درنې غونډې ته حاضر شوى يم. سره له دې چې د سفما ځينې غوښتنې لا تر اوسه نه دي سرته رسيدلي؛ خو خوشاله په دې يم چې سفما اوس هم په خپلو غوښتنو ټينګار كوي او د خپلې مبارزې موخې يې بدلې كړې نه دي.


ښاغلي خورشيد وويل د هند لومړى وزير زيار باسي چې جنوبي آسيا د سولې او پرمختګ كور شي. خورشيد د سيمې د خلكو تر منځ په كلكه ملګرتيا او اړيكو ټېنګار وكاوه، د هند او پاكستان تر منځ يې د كركټ د لوبو په ارزښت خبرې وكړې، وې ويل كركټ د دې دواړو هېوادونو تر منځ واټن كم او په ځاى يې مينه او صميميت ډېروي. ده وويل چې په SAARC كې د هند او پاكستان د اړيكو ښه كېدنه ډېره اړينه ده. هند د سارك پرمختګ فنډ SDF ته 100 مليون$ بېل كړي چې د SAARC هېوادونو په ټولنيزه پرمختيا ولګول شي. د SAARC پوهنتون به هم ژر جوړ شي او هند خپلې خاورې ته د سارك د وروسته پاته هېوادونو د مالونو د آزاد لېږد ژمنه كړې ده.


ده وويل چې موږ د پوهنې، كرنې، توليداتو او ډېرو نورو برخو  كې د ګډ كار او پرمختګ امكانات لرو او زه د هغه ورځې په تمه يم چې د سارك يو استوګن د سهار چاى په يوه هېواد، د غرمې ډوډۍ په بل هېواد او ماښامنى په دريېم هېواد كې وخوري او زموږ د الوتكو نجونې د سيمې په ټولو ژبو لږ وپوهېږي چې د مېلمنو ښه هركلى وكولاى شي.


وزير د سفما د غونډې له گډون والو خبريالانو څخه وغوښتل چې ميډيا بايد په سيمه كې خپله دنده د ولسواكۍ  د څلورم بنسټ په توګه، سمه سرته ورسوي. سمې، روښانه او اميد بښوونكې خبرې وكړي. موږ په تاسو قضاوت نه كوو، تاسو په موږ قضاوت وكړئ. موږ تاسو ته لار نه ښيو، تاسو موږ ته لارښود شئ. ده وويل كه موږ اړيكې نه شو جوړولاى او تاسو موږ ته لار نه ښيي د ټولو ستونزې به دوام ومومي.


ښاغلي خورشيد په پاى كې وويل خوشاله يم چې نن په امرتسر كې له تاسو سره يم. موږ په سختو شرايطو كې ژوند كوو. اميدونه مړاوي ښكاري؛ خو ستاسو په شان غونډې ډاډ بښوونكې دي. موږ به ستاسو په مرسته په ستونزو بريالي شو او سمه لار به ومومو.


ده په پاى كې ژمنه وكړه چې ژر به د سارك د هېوادونو خبريالانو ته د آسانه ويزې شرايط برابر كړي.


د سلمان خورشيد له وينا وروسته ښاغلي پركاش سنګه بادل د پنجاب ستر وزير ته بلنه وركړه شوه چې خپله وينا واوروي. پركاش سنګه لوړ سړى و چې په سپينه اوږده ږېيره ډېر ښه ښكارېده. ده د هركلي له كلماتو وروسته په سيمه كې د ټيكاو، سولې، امنيت او پرمختګ په كار كې د رسنيو  په لوړ ارځښت رڼا واچوله او د سيمې ژورناليستانو ته  يې د هر راز ممكنه آسانتياوو د برابرولو ژمنه وكړه.


ده د سيمې د هېوادونو او په تېره بيا د هند او پاكستان تر منځ په فعاله همغږۍ خبرې وكړې او په ټولنيزو، اقتصادي، فرهنګي، تخنيكي او علمي برخو كې يې په دوه اړخيزه او څو اړخيزه مرستو، ګډ كار او ګډ پرمختګ ټېنګار وكاوه.


ښاغلي پركاش سنگهـ د پنجاب په تاريخي برم رڼا واچوله او وې ويل چې د دواړو خواوو خلك په روغه- جوړه او ښو اړيكو راضي دي؛ نو حكومتونه دې هم د دوى مرسته وكړي چې له سيمې نه تللي نيكمرغي بېرته راستنه شي.


پنجاب د لوى هندوستان هغه ښېرازه ځمكه ده چې د هند او پاكستان په استعماري وېش كې، په دوو برخو ووېشله شوه، سكان د پنجاب په هندي خوا كې مېشت شول او مسلمانان د پاكستان لور ته واوښتل؛ دې بېلتانه او خونړيو مذهبي شخړو د پنجاب په لكونو انسانان د مرګ په كومي ننه ايستل او په لكونو يې له خپلو كورنو څخه بېځايه كړل.


موږ د سفما د اوسنۍ غونډې له ځينو هندي او پاكستاني ګډون والو څخه دا خبرې اورېدې چې دوى د يووالي او نږدې كېدو لېواله دي. د ګډ تاريخ، ګډو وياړونو او ګډ هويت احساس له شپېته كاله بېلتانه وروسته اوس هم د دوى په وينو او احساساتو كې څپې وهي او تلپاتې سوله غواړي.


*


د سفما لومړني كاري غونډه د جنوري په شپږمه له غرمې نه وروسته جوړه شوه. د غونډې لومړنى ويناوال ښاغلي Bertrand Pecquerie و چې د Global Editors Network مشر دى. ده په رسنيو او خبريالانو كې د تخصصي او مسلكي كار، نويو پرمختګونو او برياوو خبرې وكړې. د ده په وينا كې د Drone Journalism بحث ډېر په زړه پورې و.  دا هغه Drone نه دى چې د افغانستان او پاكستان په ځينو سيمو رهبري شوي بمونه غورځوي، دا هغه كوچنۍ ريموټ كنټرول الوتكې دي چې CNN, BBC او د استراليا TV يې لري، د نړۍ مهمو سيمو ته يې استوي چې د فوټبال، لاريونونو او خورا مهمو او غټو نړيوالو مناسبتونو ژوندۍ خپرونې برابري كړي. د ويناوال په وينا دا رنګه يو Drone شا وخوا 50000$ بيه لري. ده وويل چې رسنۍ بايد د اخلاقي حدودو په چوكاټ كې كار وكړي.


له دې وروسته د سولې او همكاريو د بحث په لړ كې دې حضراتو ويناوې وكړې:


د لاهور د منجمنت علومو د پوهنتون پروفيسر داكتر محمد وسيم،
د هند د سفما مشر وينود كمار شرما،
د جنوبي آسيا د Himal مجلې مرستياله چلوونكې پېغله اناهتيا موجمدار
د سريلانكا د رسنيو د حتونو فعال سوناندا ديشاپيارا
د سريلانكا سفما مشر لكشمن ګوناسكير،
له دې وروسته د بحث دوهمه برخه پيل شوه چې سرليك يې و: (ترهګري، بنسټ پالنه او لانجې) چې ويناوال يې دا كسان وو:


د CNN- IBN مشر اديتر سوهانسى حيدر.
د جامعه مليه اسلاميه د شمال ختيځو سيمو د مطالعاتو مشر ډاكتر سنجى هزاريكا
د پنجاب (پاكستان) پوهنتون استاد ډاكتر حسن عسكري رضوي
د سريلانكا د سولې د ملي شورى اجراييوي مشر ډاكتر جهان پيريرا
د ډاكه پوهنتون د نړيوالو اړيكو پروفيسر امتياز احمد.
د نيوز (پاكستان) مرستيال چلوونكى امير مير.
د جنوري په اوم سهار د سفما د اتمې غونډې برخه وال د بسونو په واسطه د (اتاري- واګه) د بندر (هند- پاكستان) له لارې د پاكستاني پنجاب مركز لاهور ته وخوځېدل.


د دغه ورځې ماښامني د لاهور شاهي كلا او د ريجنيت سنګه دربار په خوا كې په يوه ډېره ښايسته او لويه كېږدۍ كې، د پنجاب د ستر وزير ميا شهباز شريف له خوا برابره شوې ده.


په دې محفل كې ميا شهباز شريف وينا هم وكړه چې دېره سياسي وه او پاكستان ته يې د يوه بل قايداعظم د راتګ خبره وكړه چې مطلب يې خپل ورور ميا نوازشريف و. ده د هند او پاكستان او د سيمې (سارك) د هېوادونو د پرمختيا او پراختيا په اړتيا او ارزښت هم خبرې وكړې او د خپلې مرستې ژمنه يې وكړه.


د سفما د غونډې د پاكستاني پنجاب برخه د جنوري په اتم سهار د PC (پرل كنتيننتال) په يوه سالون كې پيل شوه. د دې بحث نوم (په جنوبي آسيا كې د اقتصادي اتحاديي لرليد) او مشر دFriday Times چلوونكى نجم ستهى و. د دې غونډې ويناوال دا حضرات وو:


د لاهور د بكن هاوس ملي پوهنتون د اقتصاد د څانګې پروفيسور ډاكتر كمال حسين
د نړيوالو اقتصادي اړيكو د څېړنې د هندي شورى غړي ډاكتر نيشا تاينجه
د نړيوال پرمختګ د شورى (پاكستن) مشر ډاكتر اعجاز نبى
د پرمختګ څېړنې د مركز (ډاكه) مشر ډاكتر منظور رحمان شيلي
د نيپال د Rastra بانك مشر ډاكټر نيل ماتانګى ماسكى
دې ويناوالو د سيمې په حالاتو او د ميډيا د رول په باب ډېرې خبرې وكړې چې يوه پكې شريكه وه او هغه دا چې رسنۍ د دې سيمې د جګړې او بحران درېيم اړخ دى. او ښايي چې د خپل كار ارځښت ته ښۀ ځير شي او خپلې دندې له اصولو سره سمې په مخ وېسي. د دې ويناوالو د خبرو مانا دا وه چې رسنۍ د سيمې په جګړو او بدمرغيو كې لاس لري.


د سفما د كنفرانس په دې بحثونو كې د هند او پاكستان اغېزه له ورايه ښكارېده. كه خبره د سيمې په حالاتو وه؛ نو ذكر به د هند يا پاكستان و او كه خبره به په رسنيو وه، د هند يا پاكستان مثالونه به وركول كېدل. له همدې امله د افغانستان څخه ښاغلي رحيم الله سمندر او يو سريلانكايي خبريال غبرګون وښود. ښاغلي سمندر وويل چې تاسو ويناوال ډېر د هند او پاكستان په ستونزو خبرې كوي، په داسې حال كې چې نن د سيمې په كچه افغانستان د بدامنيو كور بلل كېږي، په كار دي چې په افغانستان هم ډېرې خبرې وشي؛ ځكه چې هند او پاكستان په افغانستان كې خپلې ګټې لري او د سولې او امنيت په ټېنګولو كې اغېزمن دي.


سمندر غوښتنه وكړه چې د سيمې ټول هېوادونه دې د افغانستان ستونزو ته د حل لارو په موندلو كې په ګډه كار وكړي او دا هېواد دې له روان ناورين څخه وژغوري.


په دې غونډه كې د پاكستان د نوموتي ټلويزيون (جيو) د سياسي خپرونو چلوونكي او مبصر ښاغلي نجم سيفي هم برخه درلوده. نجم به چې لويديځ ته ډېر ميلان لري، د بېلابېلو هېوادونو سياسي مبصرين دريځ ته بلل، له هغوى څخه به يې پوښتنې كولې او مېلمنو بۀ ځوابونه وركول.


د دې بحث عنوان و: په سارك هېوادونو كې اقتصادي وده.


نجم په دې اند دى چې سارك بايد د اروپايي اتحاديې ماډل مخې ته كېږدي او هڅه وكړي چې د آسانتياوو د ډېرولو له لارې پانګونه وهڅوي او د خلكو، مالونو او افكارو د تګ راتګ له پاره حقوقي- اداري تسهيلات قانوني كړي.


د غونډې په وروستي برخه كې د پاكستان پخواني لومړي وزير او د اپوزيسيون اوسني مشر ميانواز شريف وينا وكړه. ناويلې دې پاته نه وي چې نواز شريف د دې نيمې ورځې په ټوله غونډه كې په دريځ ناست و او د ويناوالو خبرو ته يې غوږ نيولى و.


د غونډې د دوهمې برخې سرليك و: (په جنوبي آسيا كې بشري حقونه، اقليتونه او ښځې) چې مشر يې د Express tribune چلوونكى ډاكتر محمد ضيا الدين و. د دې غونډې ويناوال دا وو:


د جنوبي آسيا د بشري حقونو د مستند كولو د ادارې مشر راوي نير (هند).
حقوق پوه او د بشري حقونو فعاله مېرمن اسما جهانګير (پاكستان)
د بشري حقونو د څېړنې له پاره د جنوبي آسيا د ادارې مشره ډاكتر ريتا منجندا (نيپال)
د كولمبو پوهنتون مشره استاده داكتر فرزانه حنيفه
په اسلام آباد كې د ناروې سفير Cecilie Landsverk
د پاكستان د فدرالي كابينې د اطلاعاتو او نشرياتو وزير كايره


ښاغلي راوي نير وويل چې رسنۍ هندارو ته ورته دي، همغسې چې د هندارو جوړېدو د مخ د ښكلا، سينګار او د ښو جامو اغوستلو لار پرانسته او مخترعين، ډيزاينران او صنعتګر يې وهڅول چې د ښكلا او سينګار په سلګونه شيان جوړ كړي، همداسې بايد رسنۍ هم خلك، ټولنې او دولتونه د نوښتونو، پرمختګونو، تفاهم او دوستۍ په لور وخوځوي او د حركت وس وركړي.


ښاغلي راوي نير د افغانستان په هكله وويل چې امريكا او ناتو لويې تېروتنې وكړې او كورنۍ ظرفيتونه يې لوړ نه كړل.


اسما جهانګير چې د بشري حقونو يوه پېژندل څېړه ده په خپلو ډېرو عالمانه خبرو كې وويل چې په پاكستان كې ډېر قوانين شته چې عملي كېږي نه. دې وويل چې ما قاضيانو ته وويل چې ډېر قوانين مه كاپي كوئ؛ ځكه چې د تطبيق امكانات كمزوري دي.


دې د سارك هېوادونو مثالونه وړاندې كړل چې خپل قوانين نه عملي كوي. دې وويل چې د پاكستان د ښځو د حقونو كميسيون په حقيقت كې يوه حكومتي اجندا ده او كومه نوې خبره نه لري.


اسما د بشري حقونو د خونديتوب، د اقليتونو د حقونو، تبعيض او د قانون د واكمنۍ په هكله خبرې وكړې. دې وويل چې د سارك په هېوادونو كې راز- راز تبعيضونه شته، لكه د مالديپ اسلامي دولت څو كاله مخكې په خپل قانون كې ليكلي وو چې يوازې مسلمانان د دغه هېواد تابعيت لرلاى شي او د سپي ساتنه د اسلامي احكامو خلاف ده.


دې وويل چې يو وخت مالديپ يو تعليمي سپى راوستلى و چې د پلازمينې هوايي ډګر وڅاري، دا د خلكو هم له پاره ښه موقع وه چې خپل ماشومان دګر ته وېسي او سپى پرې وګوري!


اسما جهانګير د افغانستان په هكله وويل چې ملګري ملتونه غواړي چې افغانستان له سياسي ګوندونو څخه پرته د څو غيرمسلكي مشرانو په واسطه اداره كړي. دې وويل چې دا يوه لويه تېروتنه وه چې عواقب به يې په 2014م كې څرګند شي. دې همدا راز وويل چې په افغانستان كې انتقالي عدالت عملي نه شو او جنګي مجرمين بري االذمه پاته شول.


د غونډې په وروستۍ برخه كې د پاكستان د اطلاعاتو او نشرياتو فدرالي وزير ښاغلي قمرالزمان كايره خبرې وكړې. ده د جنوبي آسيا د يووالي (نژدې كېدل) په اړتيا او د خلكو، مالونو او امكاناتو د آزاد انتقال په ګټو رڼا واچوله. ده وويل چې موږ د هغه چا په خلق تورن كېږو چې لويو ځواكونو پخپله جوړ كړي. ترهګري زموږ مخلوق نه دى، دا موږ ته زيان رسوي. موږ له ترهګري سره په جګړو بوخت ياستو. ده د نړۍ، سيمې او پاكستان د ګټو له پاره په نړيوالو غږ وكړ چې پاكستان ګرم مه بولئ، د پاكستان مرسته وكړي. دا جګړه په توپونو او ټانكونو نه ګټل كېږي. د دې جګړې مغزي شتمني بايد وځپل شي. ده وويل چې په دې جګړه كې د مدني ټولنو- سياسي ډلو، رسنيو او سفما مرسته په كار ده.


قمرالزمان كايره وويل كه افغانستان امن شي، د منځنۍ اسيا برېښنا، گاز، تېل، اورگاډي او لارۍ به د افغانستان په لار پاكستان ته ورسي او سيمه به وغوړېږي.


قمرالزمان كايره په سيمه كې د رسنيو عمومي حالت ښه وباله او په دې برخه كې شته آزادي يې وستايله. ده وويل په پاكستان كې كه څه هم چې ځينو رسنيو د ټولنې اخلاق ته گواښونه پېښ كړي؛ خو رسنۍ بايد خپل حدود وپېژني او ځانونه پخپله كنټرول كړي. ده وويل چې د رسنيو د كنټرول په برخه كې دولتي مداخلې ته اړتيا نشته او رسنۍ بايد خلكو ته دېر نوي خبرونه او د پرمختګونو او برياوو سم معلومات ورسوي. ده ژمنه وكړه چې ژر به پاكستان د سارك د هېوادونو ژورناليستانو  ته د دوه كلنۍ ويزې آسانتيا عملي كړي.


د دې ورځې په مازديگرني بيړنۍ غونډه كې د سفما ټاكنې وشوې او لاندې حضرات بيا د يوې دورې له پاره په كار وګومارل شول.


د سفما مشر (رييس) ښاغلى وينود كمار شرما(هند) چې درې مرستيالان (افغانستان، بنګله ديش، نيپال) به لري. له افغانستان څخه احسان الله آرينزي وړانديز وكړ چې ښاغلي عبدالقيوم كريم دې د سفما مرستيال شي چې ومنل شو.


د جنرال سكرتري دنده بيا هم امتياز عالم ته وسپارل شوه چې مېرمن مهمل (پاكستان) به يې مرستياله وي.


له دې وروسته د سفما د اتمې غوندې هغه پرېكړه ليك ولوستل شو چې سكرتريت برابر كړى و. دا پرېكړه ليك د حاضرينو له خوا د ځينو سمونو، زياتونو او كمولو څخه وروسته د رايو په اكثريت تصويب شو چې د جنوبي آسيا د آزادو رسنيو په ژورنال كې به خپور شي.


د دې ماښام ډوډۍ د پاكستان لومړي وزير راجا پرويز اشرف جوړه كړې وه. په دې ماښامنۍ كې چې په ګورنر هاوس كې برابره شوې وه، د پاكستان د كابينې ځينو وزيرانو او د خلكو ګوند (PPP) مهيمو شخصيتونو برخه اخستې وه.


كوربنو د سفما مېلمنو د هر كلي له پاره د ګورنر هاوس په لوى چمن باندې ډېره ښكلې كېږدۍ درولې وه، څو ټلويزيوني چينلونو د لومړي وزير راجا پرويز شرف د وينا خپرولو (لايف) كامرې لګولې وې. د مېلمستيا په پيل كې امتياز عالم لنډې خبرې وكړې او وې ويل چې د PPP مشرې بې نظير بهټو غوښتل چې د هند او پاكستان پوله د سولې په پوله واړوي او سيمه سره نژدې كړي.


امتياز عالم لومړى وزير ته وويل چې راځه جرئت وكړه او د رسنيو كاركوونكو ته بې له ويزې تګ راتګ اعلان كړه. ده همدا راز وويل چې پاكستان دې په افغانستان كې د استراتيژيك ژورتيا (عمق) له تګلارې څخه تېر شي او كه نه له ډېرو بدو عواقبو سره به مخامخ شي. ده وويل كه امريكايان لاړل، د افغانستان جنوبي او خيتځې او د پاكستان لويديځې برخې به د بنسټپالو لاس ته ورشي چې بيا به يې كنټرول خورا ستونزمن كار وي.


له دې وروسته د سفما جنرال سكرتري امتياز عالم د پاكستان لومړي وزير راجا پرويز اشرف ته بلنه وركړه چې خپله وينا واوروي


لومړي وزير مېلمنو ته له هركلي نه وروسته، د پاكستان، ګاونډيو هېوادونو او سارك په هكله مفصلې خبرې وكړې او ژمنه يې وكړه چې په سيمه كې به د پوهاوي، ښه ګاونډيتوب، سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخو كې ګړندي ګامونه اوچت كړي او چا ته به اجازه ورنكړي چې د پاكستان له خاورې څخه د ګاونډيانو په ضد استفاده وكړي.


له دې ماښامني وروسته د سفما مېلمانه بېرته خپل هوټل ته ستانه شول چې سبا ته د تګ له پاره چمتووالى ونيسي. په پام كې و چې د نيپال، بوتان، هند، سريلانكا او مالديپ مېلمانه بېرته هند ته لاړ شي چې خپلو هېوادونو ته سفر وكړي او افغاني او بنګله دېشي پلاوى به سبا په الوتكو كې خپلو هېوادونو ته ځي.


د سفما په دې اتمه كلنۍ غونډه كې د سارك هېوادونو يا د سفما د ملي دفترونو اتو ډلو برخه اخستې وه. په غونډه كې د هند او پاكستان پلاوى د شمېر او كيفيت له پلوه په نورو ډېر وو او په غونډو كې هم فعال ښكارېدل. د دې غونډو په بهير كې له افغانستان څخه فريده نيكزاد، فروزان معروفي او رحيم الله سمندر په بحثونو كې برخه واخسته او خپل نقاط نظر يې بيان كړل.


د غونډې عنوان و: (پرانستي ذهنونه، پرانستي سرحدونه). دا په رښتيا هم په زړه پورې موضوع ده. اوس د افغانستان او پاكستان تر منځ ستونزې شته او دې ستونزو په سرحدونو اغېز كړى. د هند او پاكستان تر منځ پولې ډېرې ستونزې لري، په كشمېر كې د دواړدو غاړو سرتيري يو په بل ډزي كوي، ترانزيت سوداګري نشته، د اوبو لانجې شته، همد اراز هند او بنګله دېش لانجې لري، نيپالي مهاجر په وړوكي بوتان كې پراته دي او سريلانكا لا هغه ټپونه رغوي چې له تاميل پړانګانو سره د كورنۍ جګړې په مهال ورسېدلي وو، لنډه دا چې جنوبي آسيا د ستونزو، لانجو، جګړو، كړكيچونو او نه پوهاوي سيمه ده. دې ستونزو د ټولنيز- اقتصادي پرمختګ لاره ډب كړې او خلك ځورېږي.


په داسې يوه فضا كې د پرانستو ذهنونو او پرانستو سرحدونو وړانديز، د جنوبي آسيا خلكو ته يو لوى زيرى بلل كېږي. جنوبي اسيا په رښتيا هم پرانستو ذهنونو، لويو ذهنونو او فكرونو، لويو ظرفيتونو او پرانستو سرحدونو ته اړتيا لري. پوهاوى، ډاډ، اعتماد او پرمختګ ته اړتيا شته. د لويو ذهنونو او فكرونو شخصيتونه دا غوټه خلاصولى شي چې سرحدنه پرانيزي او خلكو، فكرونو، مالونو او ژورناليساتو ته د آسانه تګ راتګ  او اقتصادي پرمختګ لاره اواره كاندي.