Reutres : دروییترخبری آژانس وایې ،چي ډیرګمان کیږي دمتحده ایالاتو ځانګړۍ پوځونه دوردګوپه ولایت کي پاتي شي. دغه خبری اژانس زیاتوي چي دمګړۍ افغانې اوامریکایی چارواکي په ګډوخبروبوخت دي، ترڅوپه خپلوکي داسي جوړجاړی ته ورسیږي ،چي دامریکایې ځانګړي ځواکونه کابل ته نږدي دیوه ستراتیژیکي اډۍپه توګه هلته شتون ولری. رووییټر دیوه افغان چارواکي له خولي لیکي چي ،دوردګو په ولایت کي دافغانې اوامریکایې لوړ پوړو چارواکوتر منځ دروغي جوړی اوپخلاینې خبري اتري پیل شویدي. افغان لوری ټینګارکوي چي دبګرام دزندان ټولي چاري پخپل واک کي واخلي.
امریکایې ځواکونه لاتر اوسه پوري په وردګوولایت کي میشت دي اودکرزی دفرمان دضرب الاجل وخت هم یوه اووني مخکي پوره شو ،کوم چي دامریکا یې ځواکونودو تلو لپاره یې دوي اووني وخت ټاکلي وو.
امریکایان ویره لری چي ددوی دوتلووروسته به مخالفي وسله والې ډلي په وردګواوکابل باندي وسله وال بریدونه پیل کړي .ځکه چي اوس دوي دکابل په ۲۵ کیلومتری کي کرارلری.
ددوشنبه په ورځ دکابل دروحانیونواوعالمانو شورا یوځل بیا ټینګاروکړي چي امریکایی ځواکونه دي دحامدکرزی د ُفرمان دحکم له سره سم دوردګوولایت څخه ووځې اودامنیت ټولي چاري دي افغان پوځونه په غاړه واخلي.
همدارنګه پرون دشنبه په ورځ د ۳۰۰ څخه زیاتو لاریون کونکو لاریون وکړي، اودامریکا ېی پوځونوژر ترژره وتل یی وغوښته .ددوی په لاسونه کي دهغوخپلوانوکسانوانځورونه ما لومیدل کوم ،چي دامریکا یې ځواکونولخواه دیوي شپي دعملیاتو په ترڅ کي ددغه ولایت وګړي تر اوسه پوري ورک او لا درکه دي.