په ورګو ولایت کې ۶۳.۴۳ کیلو ګرامه بیلابېل نشه يي توکي و سوزول شول.
په دغو نشه يي توکو کې ۸.۷۰۰ کیلو ګرامه تریاک، ۳۳۰ ګرامه هیرویین،
۱۵.۶۰۰ کیلو ګرامه چرس او ۳۸.۸۰۰ کیلو ګرامه د بنګو دانې چې د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې پولیسو لخوا کشف او نیول شوي وو، د میدان وردګو ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریس انجینر ذبیح الله فضلي، امنیې قوماندان سردار محمد ځاځي، څارنوال،او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې وزارت معینیت څخه راغلي پلاوي، د ښاروالۍ او چاپبریال ساتنې ریاست نماینده ګانو پروړاندې په هغه ساحه کې چې د ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې ادارو له لوري ښودل شوې وه وسوزول شول.
د امنیه قوماندان سرادار محمد ځاځي وویل دغه نشه توکي چې د ځينو قاچاقبرانو له خوا له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالیدل د دوی د پولیسو له خوا کشف او لاسته راوړي او عاملین یې د قانون منګولو تهسپارلي.
د اپه داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځوکې د دغو پولیسو له خوا۷۲۰ ګرامه تریاک چې د یو تن له خوا انتقالیدل د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي، چې قضیه تر څېړنې لاندې ده.
د یوبل خبر له مخې د ميدا ن وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د مرد قریې په
سیمه کې یو وسله وال طالب چې غوښتل یې د سړک ترغاړې ماین دورانکاري
فعالیتونو په موخه ځای پرځای کړي، د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی .
په همدې حال کې د نرخ ولسوالۍ د کریم داد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د
عملیاتو په ترڅ کې یو د وسایطو ضدماین، دوه سوه متره لاین، یو کیلو سپین
پوډر، یو بوتل الکولي تیزاب،څلور دهاون سرګلولې او یوشمیر نور مهمات او چاودیدونکي توکې ترلاسه کړي خو په تور یې څوک ندي نیول شوي