تأریخي آثار د یوه ملت د تأریخ د هر پړاو روڼې هـیـندارې دي. د
یوه ژوندي ملت همدا ژوندي تأریخي آثار دي چې دوی له خپل پرون سره تړي، په نن کې
ژوند کوي او د سبا ورځې په سوچ کې وي. د همدو خبرو پر بنسټ دا دی ددې مصور کتاب له
لارې زموږ مخې ته د افغانستان د اوه زره کلن تأریخ آثار پراته دي چې د افغانستان د
« بیا موندل شوې پانگې» په پاڼو کې لوستونکو ته وړاندې کـﯧـږي. موږ د همدغه کتاب
په هیندارو کې تاسو ته د بـﯧـلابـﯧـلو تأریخي پړاونو کړکۍ په مصور ډول
پرانـﯧـزو.
که تـﯧـره پـﯧـړۍ له یوې مخې په افغانستان کې د ادلون بدلون او
اوښتونونو، ناورین او کړاو پـﯧـړۍ وه خو د افغانستان د لرغونو آثارو په موندنې او
بنسټ اېښودونې کې یوه بې سارې پـﯧـړۍ هم وه. د افغانستان د لرغونو آثارو د لومړني
لرغونتون ویاړ باید امیر حبیب الله خان د امیر عبدالرحمن خان زوی ته ورکړ شي، ځکه
نوموړي دا کار له سلطنتي ماڼۍ را پـﯧـل کړ او ورپسې زوی یې غازي شاه امان الله په
۱۹۲۳ ز کال کې دا لړۍ د لومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپـﯧـژندونکو په مرستې او
پوهي په عملي ډگر کې پلې کړه. خو دا لړۍ په هـﯧـواد کې د رامنځته شویو پـﯧـښو او
ددوېمې نړېوالې جگړې له کبله ان تر نـﯧـږدې څلوېښتو کالو پورې وځنډېدله او په ۱۹۶۳
ز کال کې د ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په ځانگړې پاملرنې بـﯧـرته له سره
ونـﯧـول شوه. پرېمانه لرغوني آثار راټول شول. د آمو د سیند تر غاړې د لرغونې
الکساندریې موندنه چې د آی خانم ښار بلل کـﯧـږي ددغه پړاو یوه ستره لاسته راوړنه
وه. همدا شان د بگرام، کاپیسا، مندیگک او د نورو آثارو د موندنې لړۍ وکولای شول
افغانستان ته د ختـﯧـځپوهانو ځانگړې پاملرنه راواړوي.
په اتیایمې لسـﯧـزې
کې د هغه مهال شوروي لرغونپوه ویکتر سیریانیدني په طلا تـیـپې کې داسې آثار وموندل
چې کولای شو د افغانستان د تأریخي آثارو بې ساری درمند یې وبولو.
تر دې یوه
لسـﯧـزه وړاندې د فلول د غونډۍ آثار وموندل شول. که څه هم دا آثار لږ دي خو په
همدومره لږوالي کې دومره ډېر شیان د ویلو لپاره دي چې پر خپلو مخونو باندې د اوه
زرو کالو مخکې د ژوند، هنر او فرهنگ کم پیدا خو ژوندۍ دوړې لري. د فلول آثار ښايي
د افغانستان په تأریخ کې بې ساري آثار وي. ددغو هنري آثارو پر مخ کـﯧـندل شوي
انځورونه زموږ ټاټوبی د بابل او د شمال له نورو مدنیتونو سره تړي چې سپړنه به یې د
آثارو د شرحې په ترڅ کې وړاندې شي.
د آی خانم ښار تر خپل هر ځمکني استر
لاندې موږ ته د یوناني تمدن پټې پانگې او نا ویل شوې کیسې ساتلي دي. هغه مهال دا
ښار په سـﯧـمې کې د مدنیت د بـﯧـلگې نامتو ښار وو چې د سپورت، تیاتر او ستدیوم تر
څنگ یې د ښاري مدني ژوند آثار په زړه کې درلودل. کـﯧـدای شي دا هماغه د الکساندریې
ښار وي چې الکساندر د خپل برېد پر مهال جوړ کړی وو، خو کرار کرار نوم یې د تأریخ
له پاڼو ورک شو، بیا یې آی خانم یا د میرمن سپوږمۍ ښار ونوماوه. په دغه مصور کتاب
کې به موږ د آی خانم د ښار د ودانیزو توکو له بڼو سره هم آشنا شو او لږ تر لږه د
هغه مهال پر فرهنگ به هم روڼا واچول شي او له مخې به یې د هغه مهال د وگړو د ژوند
انځور وگورو.
د کاپیسا او بگرام د تمدن په اړوند به لوستونکي د موندل شویو
آثارو له مصورې هیندارې او د آثارو له بې سارې شرحې سره مخامخ شي.
دا کتاب
د موندل شویو آثارو په اړوند په ځان کې د یو شمـﯧـر فرانسوي او انگریزي
لرغونپوهانو مقالې رانغاړي چې هر اثر په خپل وار د سـﯧـمې له نورو مدنیتونو سره د
خپل هنري ورته والي له کبله پرتله شوی دی. دغه پرتله د هغه مهال د ورېـښمو په
لویې لارې کې د هنري خوځښت او راکړې ورکړې څرگندونه کوي چې افغانستان یې د
پیوستون ټکی وو. کتاب په فرانسوي لـﯧـکل شوی او بیا انگریزي ته ژباړل شوی
دی.
د فرانسي د گیمي لرغونتون لرغونپوهانو پرېکړه وکړه چې نړۍ ته د
افغانستان لرغونې څـﯧـره په نوې هـﯧـندارې کې د یوه نندارتون له لارې وښيي او په
دې کې په رښتیا هم ښه وځلـﯧـدل.
یوه ورځ ما ته زما نـﯧـږدې ترېنه دوست، د
هـﯧـواد عالم او فاضل او په فرهنگ مین شخصیت ډاکټر صاحب حمید سمیاب چې زه یې خپل
مشر ورور او استاد گڼم وویل چې د گیمي د لرغونتون د آثارو له مخې د فرانسوي او
انگرېـزي متـنونو د ژباړې غوښتـنه د هالند د فرهنگ او پرمختگ لپاره د پرنس کلاوس د
بڼسټ له خوا ورڅخه شوې چې باید پښتو او دري ته وژباړل شي. له دې چې د ۲۰۰۷ ز کال
په دسمبر کښې د هالنه په امستردام ښار کښې د نندارتون د پرانـﯧـستـلو چارې لا تر
مخه تر لاس لاندې نـﯧـول شوې وي موږ ډېر لږ وخت درلود چې دا متـنونه وژباړو. له دې
کبله په سویس کې مـﯧـشت زموږ بل فاضل او درانده ورور ښاغلي امین سیماب صاحب څخه هم
غوښتنه وشوه تر څو له فرانسوی څخه دری ته د کتاب په ژباړه ونډه واخلی. مشري مو
ډاکټر صاحب حمید سیماب په غاړه درلودله. د ژباړې تر ټولو سخته برخه او دروند
پـﯧـټی همدا وو چې ډاکټر صاحب حمید سیماب په خپلو پیاوړ اوږو واخـﯧـست، د پـښـتو
او دري مـتـنونو پرتله له انگرېـزي او فرانسوي متونونو سره، د ژباړو ایډیت او
اصلاح او د نقشو ژباړه ټولې هغه چارې وې چې زما او د ښاغلي امین سیماب د پـﯧـټي
دروندوالی یې را کم کړ. ددې کتاب ژباړه په دری او پښتو ژبو په عین مهال بشپړ شو
او دری نسخه یې د «گنجینه های باز یافتۀ افغانستان» او پښتو نسخه یی د «
دافغانستان بیا موندل شوې پانگې» تر سرخط لاندی په امستردام کې د طلاتـیـپې،
فلول، کاپیسا او بگرام د آثارو د نندارتون تر څنگ نندارې ته کښـﯧـښودل شو. همدا
نندارتون مخکښې په ایتالیا، فرانسې او هسپانیې او وروسته په لندن، امریکې ،
کاناډا، جرمني او نورو هیوادونو کې نندارې ته وړاندې شو. کتاب په لوړ او بې ساري
صحافت خپور شو او څوسوه کاپۍ یې د افغانستان د دولت فرهنگي چارواکو ته وسپارل شو
تر څو ملي لرغونتون، د هـﯧـواد یو شمـﯧـر پوهنتونونو او وزارتونو ته ورکړلشي.
دلته ددې ټکي یادونه اړېنه بولم چې د کتاب د دَري او پښتو دواړه نسخې د افغانستان
د فرهنگي چارو د چارواکو له لوري د سکوت له یوې گونگې توطـﺌـې سره مخامخ شو. ځکه
د هـﯧـواد څـﯧـړونکو او د تأریخ مینه والو ته ددې کتاب د دري او پښتو نسخو په
پـﯧـژندنې کې یې هـﯧـڅ گام اوچت نه کړ او په بې پروایۍ ورڅخه تـﯧـر شول. موږ
هـﯧـله مند یم چې لږ تر لږه له دې لارې وکولای شو دغه تشه ډکه کړو.
د
ډاکټر صاحب حمید سیماب په نوښت دا زموږ گډه هـﯧـله ده چې یوه ورځ به دا کتاب په
ساده ژبې د هـﯧـواد تـنکـیو ځوانانو ته له سره ولیکو.
هرگوره، دا دی دا
کتاب د انترنټ له لارې د ټولو هـﯧـوادوالو مخې ته ږدو. موږ د لوستونکو هر ډول
لارښونې او وړاندېز ته په پراخ تـندي ښه راغلاست وایو. هـﯧـله مند یو د کتاب هر
لوستونکی خپلې کتـنې د انترنت له لارې له موږ ونه سپموي. د لروبر د ویـبسایت له
مدیر فرهنگپال ښاغلي عبدالله احسان صاحب څخه موږ تر ډېره منندوی یو چې ددې کتاب د
خپرولو لپاره یې هـﯧـڅ ډول هڅه او مرسته ونه سپموله. ددې کتاب بـیا خپرونگ د
خپرندویې ټولنې له اجازې پرته نه شي کـﯧـدای. هغه ویـبـسایتونه چې غواړي دا کتاب
په خپلو سایتونو کې خپور کړي د لروبر د ویـبـسایت له مدیریت سره دې اړیکه
ونـﯧـسي.
بشپـړ ډاډ لرم چې دا کتاب به ټولو لوستونکو په ځانگړې توگې د
هـﯧـواد د لرغوني تأریخ څـﯧـړونکو ته یو نوی انځور په لاس ورکړي. د کتاب ډېـرۍ
برخه د طلاتـیـپـې د آثارو پر سپـړنې او شرحې ولاړه ده.
د طلاتـیـپې آثار
موږ ته په خپلې گونگۍ ژبې د یوه قومي مشر، ښايي د یوه سلطان او یا هم یوه شهزادگي
د پرتمین ژوند د پای داستان ووايي. د موندل شویو بې سارو آثارو له مخې کولای شو د
هغه مهال د ښځو او نارینه وو د جامو د څرنگوالي، د هغه مهال د زرگري صنعت او د
لاسي صنایعو په ظرافت او د هغه مهال د دیني باورونو په څرنگوالي پوه شو. دا چې دا
قومي سردار یا هم سلطان څوک وو څرگنده نه ده خو د پـﯧـنځو ښځو او یوه نارینه د
سرو زرو د گاڼو د شمـﯧـر له مخې اټکل کولای شو چې په دغو ۲۰۰۰ کالو مخکې قبرونو
کې موندل شوي اجساد د هغه مهال د ټولنې عادي وگړي نه ول. هرودت د همدې سـﯧـمې د
دودونو د شرحې په یوې برخې کې وايي کله چې یوه سلطان یا سردار به ووژل شو او یا
به په خپل طبیعي مرگ مړ شو نو ورسره یو ځای به د هغه د حرم نـﯧـږدې ښځې هم ووژل
شوې چې هغې نړۍ ته د سفر په لارې کې ورسره بدرگه وي. دغه دود ته په لرغونو وختونو
کې ستي ویل کـﯧـدل. د طلاتـیـپـې په آثارو کې هم همداسې یوه کیسه پرته ده، خو دا
کیسه نه بلکه یو رښتونی واقعیت دی چې رښتونولي یې د موندل شویو آثارو له مخې په
زباد رسـﯧـږي. دلته، یو نارینه او پـﯧـنځه ښځې په شپـږو قبرونو کې په ابدي خوب
بیده دي. نارینه د خپلو هډوکو له مخې تر دېرش کلن پورې اټکل شوی دی چې ښايي په
کومې جگړې وژل شوي وي او یا د کومې ناروغۍ کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، او
ښځې د شلو او دېرشو کالو تر منځ دي چې پـﯧـنځه واړه یې وژل شوي دي. د نارینه قبر
د ښځو د قبرونو له پاسه دی او د نارینه د قبر پښو ته د پـﯧـنځو واړو ښځو قبرونه
پراته دي او دا په خپله موږ ته یوه سمبولیکه ننداره راښيي. د آثارو رښتوني تراژیک
داستان له همدغه ځایه پـﯧـلـﯧـږي او وروسته د هر قبر له منځه تر لاسه شوي آثار هر
یو یې په زړه کې په سلگونو داستانونه لري. هسې یو داستان چې د ښاغلي غفور لـﯧـوال
د پـښتـیانا په شعر کې رانغاړل شوی دی. د هندوکش په لمنې کې ددې موندل شویو اثارو
موندنه زموږ د تأریخ یوه بډایه پاڼه موږ ته په لاس راکوي. ښايي دا د هغه مهال د
سایتیانو یا د ساکانو د کوم قومي سردار قبر وي. د آثارو له مخې ویلای شو چې دا د
هغه مهال د گریگو باکتریک سلاطینو قبر نه بلکه د سیمه ېیزو سردارانو د قبر یوه
بـﯧـلگه ده چې هر یو یې په زړه پورې شرحې لري.
ویاړ لرم چې دا کتاب خپلو
درنو هـﯧـوادوالو او د افغانستان د ملي هویت پتمنو مدافعینو ډالۍ کوم.
رحمت
آریا
مارچ ۲۰۱۳ کاناډا