کور / تازه خبرونه / امریکادکرزي څخه دبګرام دزندان دسپارلولپاره یوه اووني نوروخت وغوښتي

امریکادکرزي څخه دبګرام دزندان دسپارلولپاره یوه اووني نوروخت وغوښتي

د افغانې رسنیوپه حواله دافغانستان دارګ ماني خبر ورکړی چي جمهوررئیس حامدکرزي دامریکایانوسره په دي راضی شو،چي له یوي اوونې وروسته به امریکادبګرام دزندان ټولي چاري افغان لوري ته سپارې. دارګ ماڼی ویلي چي کرزی اودامریکا ددفاع وزیر هیګل دواړودتیلفوني خبرو په ترڅ کي په دي راضې شول چي دبګرام زندان به له یوي اووني وروسته افغانانوته سپاري.
دامریکا ددفاع وزیردکرزی نه غوښتنه وکړه ،چي امریکا ته یوه اووني نوروخت ورکړی ترڅودبګرام زندان په بشپړ ډول افغانې لوري ته تسلیم کړي. دغه خبر زیاتوی چي هیګل پرون ماښام کرزی ته تیلفون وکړی اودهغه څخه یې دبګرام دزندان دسپارلو لپاره یوه اووني نوروخت وغوښتی.حامد کرزی دهیګل غوښتنه ومنله ،خو زیاته کړه چي ددي ځلي باید په ریښتیاګونی توګه دزندان دسپارلوچاري بشپړه شي داځکه چي دغه وعدی څوواره تکرار شوی ،ولي زندان لاتر اوسه پوری موږ ته نه دی تسلیم شوی.
دیادولوړده چي دافغانستان او امریکا ترمنځ دبګرام دزندان دسپارلو تړون مخکي لاس لیک شوی وو. ولي امریکایانو دنامالوم وخت لپاره دغه تړون هغه وخت لغوه اعلان کړی ،چي حامدکرزی په یوه غونډه کي ویلی وه ،چي دزندان دسپارلووروسته به ځیني افغانې بندیان خوښي کړی. دکرزی دغه څرګندوني دامریکایانوغصه را پورته کړه اودبګرام دزندان دسپارلو چاری دلنډوخت لپاره وځنډې.