دناټوځواکونوخبر ورکړی دی چي ،نن شنبه دمارچ ۱۶ په شپږوبجودکندهار ولایت ددامان ولسوالي په سیمه کي دناټوځواکونویوه چورلکه راوِغورځیده.دخبرسرچینه وایې چي په چورلکه کي دوه نفره موجودوه ،او دهغوی دمرګ او ژونددرک او مالومات نشته.، ددغه خبردسرچیني په وینا دچورلکي دراغورځیدولوعلت دخرابی او ککړي هوا عامل بلل شویدی.
بل طرف دکند هارمحلې چارواکو لراوبر ته په یوه خبرکي څرګنده کړی چي دغه الوتکه نن ماښام څه باندي شپږ بجې د دامان ولسوالۍ په ختيزه خواکي د کندهاردهوايي ډګر سره نژدې په يوه امنيتي ساحه کي رالوېدلې ده چي دولسي وګړو او شخصي شتمنيو ته يې کوم ډول زيان نه دى اړولى.
په ياده سوې ((OH-58)) يو څرخه الوتکه کي يوازي له دوو تنو سپرليو لپاره ځاى سته اوفقط د څار لپاره استفاده کيږي، په دغه الوتکه کي د سپرو دوو تنو د روغتيايي حالت په اړه تر دې دمه پوري معلومات په لاس کي نسته
هغه ساحه چي پکښي نن ماښام دغه الوتکه لوېدلې، په تمامه معنى د وسلوالو مخالفينو له شتونه پاکه ده او کلونه کيږي چي مسلحو طالبانو پکښي هيڅ ډول فعاليت او وران کاري کړني سرته نه دي رسولي.
په همدغه ساحه کي څلور ورځي وړاندي د ايساف ځواکونو يوه بله دوه څرخه الوتکه هم چي تخنيکي عوارض يې درلوده لوېدلې وه او پکښي ٥ تنه بهرني سرتيري وژل سوي ول.