کور / تازه خبرونه / کندهار: په دامان اولسوالي کي چورلکه لوېدلې ده .

کندهار: په دامان اولسوالي کي چورلکه لوېدلې ده .

د کندهار په دامان ولسوالي کي يوه کوچني څرخي الوتکه چي يوازي ورڅخه د څار لپاره ګټه پورته کيږي لوېدلې ده.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چي ، دغه الوتکه نن ماښام څه باندي شپږ بجي د دامان ولسوالۍ په ختيزه خوا کي د کندهار د هوايي دګر سره نژدي په يوه امنيتي ساحه کي رالوېدلې ده چي د ولسي وګړو او شخصي شتمنيو ته يې کوم ډول زيان نه دى اړولى.
فيصل وايې چې ، په ياده سوي ((OH-58)) يو څرخه الوتکه کي يوازي له دوو تنو سپرليو لپاره ځاى سته اوفقط د څار لپاره استفاده کيږي، په دغه الوتکه کي د سپرو دوو تنو د روغتيايي حالت په اړه تر دې دمه پوري معلومات په لاس کي نسته.
د والي وياند وايي ، هغه ساحه چې پکښي نن ماښام دغه الوتکه لوېدلې، په تمامه معنى د وسلوالو مخالفينو له شتونه پاکه ده او کلونه کيږي چې مسلحو طالبانو پکښي هيڅ ډول فعاليت او وران کاري کړني سرته نه دي رسولي.
په همدغه ساحه کې څلور ورځي وړاندي د ايساف ځواکونو يوه بله دوه څرخه هم چي تخنيکي عوارض يي درلوده لوېدلي وه او پکښي ٥ تنه بهرني سرتيري وژل سوي وه.