کور / تازه خبرونه / ګرمسېر ولسوالۍ : … د خپلو پراخو پوځي عملياتود پيلېدو خبر وركړ

ګرمسېر ولسوالۍ : … د خپلو پراخو پوځي عملياتود پيلېدو خبر وركړ

نړيوالو ائتلافي ځواكونو د هلمند ولايت په شمالي ګرمسېر ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو پر وړاندي د خپلو پراخو پوځي عملياتود پيلېدو خبر وركړ .


د ميشتو برټانوي ځواكونو وياندRobin Matthews آريانا ټلوېزيون ته سه شنبې په ورځ  د ټليفيون پر كرښه وويل  په دغو عملياتو كي دوه زره او درې  سوه آيساف سرتيري برخه لري او برټانوي ځواكونه يې يوازي  د وسلو او مهماتو په برخه كي مرسته كوي  ، Matthews زياته كړه چي دغه عمليات د امنيتي سيمي د پراخېدلو په موخه پيل سوي دي او ګمان كيږي چي بريالي به پاى ته ورسيږي .


هلمند د ګرمسېر ولسوالي ـ د هجران راپور


وسله وال طالبان  وايې په سيمه كي د نړيوالو ځواكونو په وړاندي د پوره مقاومت توان لري   او ځان په د جنګي تاكتيك څخه پوره برخمن بولي .


سيمه ايز وګړي  پر نړيوالو ائتلافي ځواكونو ږغ كوي چي د خپلو عملياتو پر مهال دي ددوئ ځاني او مالي ګټي په نظر كي ونيسي .


تر دې وړاندي هم بيلا بيل وختونه د هلمند په ځينو سيمو كي نړيوالو ائتلافي ځواكونو د وسله والو طالبانو پر وړاندي پوځي عمليات تر سره كړي چي سيمه ايزو وګړو ته تر دواړو مخاليفو لور زياته مرګ ژوبله اوښتې ده .


د هلمند ولايت دولتي چارواکو د ازادۍ راډيو سره په مرکه کي د ناټو ځواکونو له خوا د عملياتو په پيلېدو ناخبري وښوده او ويې ويل چي په دې اړه له دوی سره تماس نه دی نيول سوئ ، بله خوا د وسله والو طالبانو وياند  قاري يوسف احمدي لراوبر ډاټ کام ته په رالېږل سوي ليک کي د ګرمسير دجګړې په اړه خپله خوا بريالۍ بولي او داسي ليکي :نن سهار اوه بجې ، هغه مهال د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدينو له خوا بهرني ځواکونه د درندې مرګ اوژوبلې په ليدلو سره پر شاوتمبول شول ، چې کله د دوی ځواکونه د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ( چې د دې ولايت په (۸۰)کيلومتري کې جنوب لوري ته پرته ده ) د “ماجدک” په سيمه کې د مجاهدينو تر کنټرول  لاندې سيمو باندې مخامخ بريدونه پیل کړل .


د ورکړ شوو معلوماتو له مخې ، د دښمن له خوا تربریدونو وروسته ، د مجاهدينو له لوري ورسره مخامخ جګړه پیل شول ، تر يوه ساعت درندې جګړې وروسته د دښمن ټولي قواوې شاتګ ته اړې شوې اواوس في الحاله  په ريګ( ګرمسير دښت ) کې ولاړې دي .
ديوه بل تازه خبرله مخې ، نن له غرمې مخکې پر لسو نيمو بجو د دښمن له خوا يو ځل بيا له بل  پلوه ددې ولسوالۍ مرکز ته نژدې د” تخت پول” او “ماجدک” د سميټي پله سره نژدې د مجاهدینو پرجنګي کرښو مخامخ پلي بريدونه پیل شول،  په ترڅ کې يې ددښمن نور شپږ تنه عسکر ووژل شول او يو شمير مرګوني ټپيان شول .
په دواړو بريدونو کې دوه تنه طالبان شهيدان اودوه تنه سرسري ټپيان شوي دي .
د مجاهدينو په وينا : سيمې ته په سلګونه تازه دمه مجاهدين رارسيدلي او ډير ژربه د دوی قواوې د سيموپريښودلو ته اړې شي