امريکا سفارت د کندهار له ښوونځيو سره د کتابونو مرسته وکړه
په افغانستان کي د امريکا د متحدو ايالاتو سفارت د کندهار ولايت د ښوونيز نظام د پياوړتيا په موخه ددغه ولايت سلګونه ښوونځيو ته په کښته ټولګيو کي تدريس کېدونکي کتابونه ورکړي دي.
دغه کتابونه چي شمېر لسګونه زرو ته رسيږي په دري او پښتو ژبو دي چي تېره مياشت ، او له هغه وړاندي د کندهار په هغو ښوونځيو کي چي له اوله تر شپږمو صنفونو د تدريسي کتابونو له نه شتون سره مخ وې وېشل سوي دي.
په سهيلي حوزه کي د امريکا هېواد عالي رتبه ملکي استازي د کندهار ولايت د پوهني د رئيس سره يو ځاى د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل دوى ژمن دي چي د اوږدمهال لپاره په ملکي برخه کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زياته کړه د افغانستان کتابخانې په نامه دغه پروژه چي په لړ کي يې د کندهار ښوونځيو ته کتابونه ورکول سول ادامه لرې او د کتابونو تر توزېع وروسته به د ښوونکو د روزني پروګرامونه هم پيل کړي ترڅو په مکاتبو کي تدريسي پروسه نوره هم پسې ښه او قوي سي.
اډلټن زياته کړه چي د هيواد مرستي به يې د ښووني او روغتيا ترڅنګ په نورو برخو کي هم جاري وي او داسي پلانونه يې تر لاس لاندي دي چي پر اساس يې په نورو اړوندو سکتورونو، په خاصه توګه د برېښنا په برخه کي لا نور کارونه صورت ونيسي.
د کندهار د پوهني رئيس شېر اغا صافي وويل چي په دغو کتابونو کي څه باندي ٤٠ زره يې درسي او په همدې تعداد نور يې د تنکيو زدکوونکو د ازادي مطالعې لپاره ځانګړي سوي چي د کندهار اکثرو ښوونځيو ته لېږل سوي دي.
نوموړي زياته کړه چي د ازادي مطالعې لپاره ځانګړي سوي کتابونه له خورا ښو کيسو او مطالبو څخه برخمن دي او په ډېره ښه توګه سره د کوچنيو زدکوونکو ماشومو مغزونو ته وده ورکولاى سي.