کور / تازه خبرونه / کندهار والي د امريکا د لوړ رتبه ملکي استازي سره پر مهمو مسايلو خبري وکړي

کندهار والي د امريکا د لوړ رتبه ملکي استازي سره پر مهمو مسايلو خبري وکړي

کندهار والي نن شنبه د خپل کار په دفتر کي د سهيلي حوزې لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو له لوړ رتبه ملکي استازي جنتن اډلټن سره وکتل او له هغه سره يې پر يو شمېر پرمختيايي پروژو او له اقتصادي ناحيې پر مؤثرو کارونو باندي بحث وکړى.
کندهار والي زياته کړه چي په کندهار کي يو شمېر مرستندويه ادارې، په خاصه توګه د کليو د ثبات او پراختيا د پروګرام پلي کوونکې اداره، پرته له دې چي خپل پروګرامونه او برنامې له دولت سره شريکي کړي سرته رسوي چي په تمامه معنى د وخت او منابعو ضايعه ده.
هغه همداراز وويل چي دغه ډول ډيرى مؤسساتو د کندهاريانو لپاره مرسته سوي پيسې پر خپلو شخصي مصارفو، د دفاترو په کرايو او لوړو معاشاتو باندي لګولي دي او په دې توګه يې ددغه ولايت د اوسېدونکو حقونه خوړلي چي په هيڅ صورت سره دده او دې ادارې لپاره د منلو وړ نه دي.
کندهار والي د خپلي ادارې په ټولو سکتوري او پرمختيايي غونډو کي د مرستندويه مؤسساتو د فعاله او همېشني حضور غوښتنه وکړه او دغه کار يې د کارونو او همږغۍ او ښه تره ودي لپاره تر ټولو غوره او مؤثره لاره ياده کړه.
د سهيلي حوزې لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو لوړ رتبه ملکي استازي جنتن اډلټن په خپلو خبرو کي وويل چي هيواد يې له افغانستان او په خاصه توګه سره له کندهار ولايت سره تاريخي ملګرتيا لري او دوى اوس هم ژمن دي چي په مختلفو لارو دغه ملګرتيا لا هم پسې پياوړې کړي.
نوموړي زياته کړه، سره له دې چي په نژدې راتلونکي کي به د ولايتي بيارغوني ټيمونه ختم او په ولسواليو کي به هم د هغوى فعاليتونه پاى ومومي خو دغه کار به په کندهار کي د امريکا د مرستو د ختم په معنى نه وي او تر هغه وروسته به په مختلفو برخو کي مرستي او کارونه دوام پيدا کړي.
ښاغلي اډلټن زياته کړه چي د تعليم و تربيې د پروسې چټکتيا، د روغتيايي خدماتو ښه کول او د برېښنا د حالت سمون هغه برخي دي چي دوى پکښي کار کوي او غواړي چي په راتلونکي کي هم په ياد سوو سکتورونو کي خپل کارونه جاري وساتي.