د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والو طالبانو له لوري په ونه پوري ځوړند سوي او وژل سوي دي
د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ ولسوال فضل محمد وايې چې د تېري پنج شنبي په ورځ د دې ولسوالۍ د زنګي آباد د سيمي څخه وسله والو طالبانو دوه تنه تښتولي او وروسته يي وژلي دي.
هغه وايې چې دغه دوه تنه تر اوسه معلوم نه دي چې څه کار يي کوي او په سيمه کي يې د کوم شرکت له لوري دنده تر سره کول.
د اسحاقزي په وينا چې دغه کسان لومړى د تلوکان سيمي ته وړل سوي وهل سوي او ټکول سوي او بيا د تلوکان په وروستۍ برخه ګريندي نومي سيمه کې ځړول سوي دي.
ده وويل چې وسله والو طالبانو لومړى دغه دوه تنه وژلي او بيا يې په ونه پوري ځوړند کړي دي.
تر اوسه ددي پېښي پړه کومي ډلې پر غاړه نه ده اخيستي.