کور / هراړخیز / دپسرلي ميلي

دپسرلي ميلي

دپـسرلي ښـائيـسته هواده
زرغـونـودرخـتوشـگـوفي نـيولي ديـنه
خاونده بـيادي پسرلى كړ
لـه هـري لـوري دگـلانو بـوي راځـيـنه

ريشتياچي پسرلى دكال په ټولوموسمونوكي ډيرښه اوپه زړه پوري موسم دي په دښتونواوغرونوكي ښائيسته گلان غوړيږي باغونه اوگلشن نونه سمسوريږي همدارنگه دانسانانو په زړونوكي طبعي خوښي څرگنديږي چي وگړي داخوشحالي په ځانگړومراسيموسره ترسره كوي دپسرلي تاريخي ميلي دافغانستان په هرولايت كي په ډول،ډول لوبو اوميلو سره لمانځل كيږي.

نوروز په كندهاركي

دکندهارولايت په خاكريزولسوالۍ كي دنوي كال يعني نوروزپه لومړي ورځ دشامقصوداغا (شاآغا)دزيارت جنډۍ ديوپيږندل سوي شخص په لاسونو پورته كيږي داپه داسي حال كي چي دکندهارښار اواطرافوخلگ لاڅه چي حتىْ دبهرنه هم وگړي دننداري لپاره ورته راغلي اوراځي.

دري ورځي اودري شپي دشاآغا(ح) دزيارت په سيمه كي دوگړوډول،ډول ميلي اولوبي دوام لري او نوموړي سيمه په جم اوجوش كي وي.

دشيرين جان آغازيارت

همدارنگه کندهارښارته څيرمه د محل نجات په ديماسوس نومه سيمه كي دپيرشيرين جان آغا دزيارت جنډۍ هم دنوي كال په لومړي ورځ دزيارت دملنگيانو لخواپورته كيږي چي دنږدو سيمو خلگ ورته راځي او ورسره په څنگ كي يې عنانوي خيراتونه هم كيږي لكه شيربرنج،اوگره اوداسي نور…

دباباولي صاحب زيارت

دکندهارولايت دارغنداب په ولسوالۍ كي دباباصاحب(ح) دزيارت ترڅنگ دشنوونوپه منځ كي دميلوجوړونكووځوانانولخوادپسرلي تودهركلى كيږي اوډلي،ډلي ځوانان ليدل كيږي چي په بيلابيلو لوبوسره دپسرلي په خوشبويه فضاكي خپله تفريح اوساتيرى كوي.

سمنو يا(سمنك)

سمنو چي ځيني كورنى يې دعقيدي له مخي دښه(نظر)په توگه مني په كندهاركي هم په ځينومحدو دوسيموكي رواج لري.

دسمنو دجوړولوطريقه

سمنو چي عموماًدغنموڅخه جوړيږي پنځلس(۱۵)يا(۲۰)ورځي دنوروزڅخه وړاندي په يوځانگړي لوښي كي غنم ايږدي او پرمخ يې يونازك ټوكرغوړوي دكال تروروستۍ ورځي بارن ته ايښودل كيږي ترڅوغنم دباران په ذريعه راشنه سي.

دتيرسوي كال په وروستى شپه دكورنۍ دښځولخواځانگړى محفل جوړيږي اودكورنۍ نيژدي دوستاني ښځي برخه پكښي اخلي.

ټوله شپه په سندرو اوپه ښه خوښيوسره لمانځي

هو! داسي انگيرل كيږي چي سمنو دهرچاپه كوركي وده نه كوي په اصطلاح ديوچا اوچاپه كوركي په ثمر رسيږي

لكه چي وايې:

سمنو موږدي منو، كه پرموږښه سوي هركال دي پخه و.

دپسرلي سوغات

دپسرلي په لومړنيوورځوكي ټول دوستان يو بل ته دمخامخ كيدوپه وخت كي دنوي كال مباركي وايې او ورته دعا كوي چي لوي اومهربان خداي(ج) دي نوى كال درباندي بختوركړي

ځيني وگړي بيايو اوبل ته دگلانو گيډي په مينه سوغاتوي.

همدارنگه په ځينوكورنيوكي داسي(دود) هم مو جود دى چي دنورز په شپه اووه رنگه وچي ميوي لكه: كشميش،بادام،جوز،كاجو،سنجتي،نخود اوپيسته چي دهفت ميوي په نوم شهرت لري په اوبوكي خيشت كيږي او دنوي كال په لومړۍ ورځ دخپلو نيژدي دوستانو سره دځانگړومرسيمو په ترڅ كي خوړل كيږي.

يادونه:مخكي اكثره خلگوداسي انگيرنه لرل چي دنوي كال پـه لومـړي ورځ خوښـي كـول،بيلا بيلي ميوي خوړل او له دوستانوسره كتل دكال ترپايـه هـمداسي پاتـه كيږي.

مگراوس داعقيده لمنځه تللي اونوى كال هم دپخواپه دود نه لمانځل كيږي.

دپسرلي په باب ډيرڅه ويل سوي ليكوالان اوشاعران هم پسرلى ډير خوښ کړي اوستايلي.

يوه څلوريزه

سـپرلـيه دوحـدت او ورور ولۍ گلونه راوړه
سـږ موږ افغان ولس ته ددوستۍ گلونه راوړ
خوشـحاله ستاراتگ ته يوسپرلـيه راسه،راسه
پـه مـيـنه خـپه زړوتـه دخـوښۍ گلونه راوړه

همدارنگه په ولسي ادب يعني لنډيوكي هم دپسرلي په اړه ډيرڅه ويل سوي

لكه چي وايې

پسرلى راغي نوبهاردي
خپه مې ياردي سيل مزه نه راكوينه
سپرلى خوبياپه وطن راغي
پرزړوبه كله دوصال سپرلى راسينه
پسرلى راغلى وني شني سوي
زما دزړه باغچي لاوچي پاتي دينه.