کور / شعر / پیغام

پیغام

وخته   پسرلو  ته  مې  سلام   ورسو ه
للمي ګلا ن  وچیږ ي  دا  پیغام  ورسوه


وا یه  پسرلو ته  چې  زمونږ  چم له هم راشي
په  مینه   محبت   و ر ته   الهام  و ر سو ه


 زړه دې راله بندکړو د بڼو په څوکو باندې
اوس يي  خپل  حریم   ته   په  آرام  ور سوه


اوښکې تویوم  پرې خودزړه لمبې ګل نه شوې
ژ ر  شه سا قي   ورشه  ورته  جام  ور سوه


دا لا څه  مقام دئ  چې ته  هلته  او زه  دلته
راشه  چې  جوړه  شو  دا   کلام   ورسوه


خصلت د انتقام د محبت قانون کې نه شته
په  عفوه  تیر ید نه   دا  انعام   و ر سو ه


له تیرو  نه  پند واخله  د راتلونکي ژوند لپاره
عشق دې   خد متګاره  تر   انجام  ور سوه