د مارچ اتمه چي د ښځو نړیواله ورځ ده تقریبأ د یوي لسیزي راهیسي هر کال د افغان دولت او نورو غیري دولتي ټولنو له خوا په رسمي توګه لمانځل کیږي، او ټول سیاسي مشران صرف د نړيوالو او افغان ښځو د ملاتړ ترلاسه کیدو په خاطر سورې او نارې وهي خو همدا مشران دي چي د افغان میرمنو د پرمختګ مخه يی ډب کړې ده. د افغانستان ټول سیاسي مشران غواړي چي د ښځو مجلسونو کې ګډون وکړي ترڅو هغوي ته د خپلي ریښتنولي اظهار وکړي چي دا مشران يي له حقوقو دفاع کوي خو خپلي ښځي په کورونو کې بندي ساتي، ان خپلو ښځو ته اجازه هم نه ورکوي چي په عامه مجالیسو کې برخه واخلي. دا کار پدي خاطر کوي چي د افغان ټولني د هغي قشر ملاتړ جلب کړي او یا یی محفظ وساتي چي د ښځو له حقوقو سره حساسیت لرې.
نو دلته هغه عام پښتو متل را یاد شو چي وايی دوه مڼي په یو لاس کې نه نیول کیږي. که چیري ته دا سیاسي مشران صرف د څو شیبو لپاره ویناوي کوي او په عمل کې د ښځو د حقوقو او پرمختګ ډب ګرځي نو د ښځو له حقوقو به هم د افغانستان روانه شخړه جوړه وي چي د نړۍ ټول پوهان به ورته ګوته په غاښ پاتي وي او د افغان میرمنو خوب به هیڅکله هم ریښتیا نشي چي د خپلو ټول مشروع حقوقو څخه برخمني شي صرف فرمایشي کارونه به روان وي لکه اوس چي روان دي.
دولت هم کومه ځانګړي طرحه نلري او د یوه فرمایشي وزارت او په ولایاتو کې دهمدارنګه ریاست شتون لري خو په تیره یوه لسیزه کي دي وزارت نه کومه لاسته راوړنه لري او ان په کلیو او بانډو کې میرمني تري خبري هم ندي. که چیري ددي وزارت بودیجه په ریښتوني ډول د افغان میرمنو د ښووني او روزني او مسلکي زده کړو په برخه کې مصرف شوي واي نو نن په افغان میرمن له شته ګړاونو سره لاس او ګریوان نه وه.