په كندز كي د يوه ځانمرګي بريد له امله د ولسي جرګې د مشر پلار او ورور وژل سوي دي .
څو شيبي مخكي د كندز په امام صاحب ولسوالۍ كي د بز كشۍ په يوه ميدان كي ځانمرګى بريد سوى، د يوي معتبري سرچيني له قوله چي په بريد كي د ولسي جرګي د مشر ورور چي د يادي ولسوالۍ امنيه قوماندان وو او د هغه پلار وژل سوي او ځينو نور كسانو ته يي هم مرګ ژوبله اړولي .
د ولسوالي د روغتون چارواكي وايي چي روغتون ته يي د پيښي څخه شپږ جسدونه او شپږ ټپيان ور وړل سوي دي .
د يادي پيښي بشپړل جزيات به وروسته پر ليكه سي .