د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره خپره سوي خبرپاڼه ليكي ، په کندهار کي د يوناما د سهيلي حوزې د دفتر مرستيال ډاکټر صديق الله نن چهار شنبه په اوونيزه امنيتي غونډه کي وويل چي د امنيتي حالت له سمون سره اوس د ملګرو ملتونو اړوند ٤٥ نور دفترونه غواړي دلته خپلي څانګي پرانيزي او فعاليتونه له سره شروع کړي.
نوموړي زياته کړه چي دوي تېر شپږ کلونه نه وه توانېدلي چي له کندهار ښاره دباندي، و يو شمېر ولسواليو ته سفرونه وکړي خو په خبره يې چي اوس د امنيتي حالت له سمون سره دغه موقع ورته په لاس ورغلې او په تېره اوونۍ کي يې دوو ولسواليو ته سفرونه کړي دي.
هغه يادونه وکړه چي دغه دفتر په ٢٠٠٧ کال کي هغه مهال وتړل سول کله چي دلته امنيتي حالت ګډوډ سو او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي کارکوونکو مامورينو ته فعاليت کول خورا سخت سول.
د امنيت شورا د نن ورځي په غونډه کي د مجلس رئيس ډاکټر توريالي ويسا افغان امنيتي ځواکونه له دې خاطره چي په ښار او ولسواليو کي يې امنيتي حالت ښه کړى وستايل او پر هغوي يې ټنګار وکړ چي خپل کارونه لا سره همږغي او يو کړي ترڅو مخالفينو ته هيڅ د ضعف نقطه په لاس ورنسي.
همداراز په کندهار کي پوهنتون کي د خاصو ځواکونو لخوا د انجينرۍ پوهنځى د محصل نيونه په کلکو ټکو ترتيد سوه او دغه کار له هر ډول اکاډيميکو او ښوونيزو اخلاقو او نورمونو سره په ټکر کي وبلل سو.
د امنيت شورا رئيس وويل چي ياد سوى شخص يې له دې خاطره نه دى خوشي کړى چي محصل و، بلکه دغه کار يې د خاصو ځواکونو د غير انساني او وحشي عمل په عکس العمل کي کړى چي په نتيجه کي يې ياد سوى محصل نيول سوى و.
کندهار والي د نن ورځي په غونډه کي پر امنيتي ځواکونو ټنګار وکړى چي د کندهار په شمالي او غربي ولسواليو کي چاڼيز عمليات وکړي څو هلته د کوکنارو اړولو لپاره زمينه مساعده سي او په دې توګه سره د وسلوالو مخالفينو مالي منابع له منځه ولاړي سي.
هغه د امنيتي ځواکونو لخوا د نوروز د ښه ترا لمانځني په موخه جوړ سوى امنيتي پلان وستايه او هغوى يې متوجه کړل چي دښمن به شايد هڅه وکړي څو د نوي کال په شپو ورځو کي خصمانه پلانونه عملي کړي خو دوى بايد ورته خپلي سترګي خلاصي کړي او ټول پلانونه يې شنډ کړي.