د کندهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي محصلان به له دې وروسته د دې ولايت په نی ساحوي دفتر کي دژورناليزم په کورسونه کي ګډون کوي .
په کندهار کي دنی ساحوی دفتر د مسوولينو او د کندهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځی د ريس ترمنځ په يوه نوی تفاهم ليک کي ژمنه وسوه چي دنی يا دازادو رسنيو دملاتړ اداره به په خپلو ژورناليستکي کورسونو کي د ژورناليزم دپوهنځی محصلانو ته زده کړي ورکوي .
د کندهار دنی ساحوی دفتر مسوول عبدالسمع غيرتمل په دې اړه يوې جوړي سوي غونډي ته وويل چي له دې وروسته به د کندهار پوهنتون دژورناليزم دپوهنځی ټولو محصلانو ته د راديو ، تلويزون او فوټو ژورناليزم په برخه کي کورسونه برابروي او ټول هغه ژونالستئکي وسايل لکه کيمره ، ټيپ ريکادړ، دراديو سټډيو او نور امکانات به د دوی په واک کي ورکوي .
په غونډه کي دکندهار پوهنتون د ژورناليزم دپوهنځي ريس استاد شيرشاه رشاد دنی د ادارې د مسوولينو او استادانو څخه مننه وکړه چي د دوی غوښتنه يی ومنل او دمحصلانو د ظرفيت د لوړلو لپاره يي امکانات برابر کړه .
په غونډه کي د کندهار داطلاعاتو او فرهنک ريس دواخان مينه پال د کندهار مطبوعاتي دفتر مسوول جاويد فيصل او د محلي رسنيو مسوولينو هم خبری وکړي او دنی اداره يی وستايل چي پر وخت يی درسنيو دملاتړ لپاره کار کړي .