کور / تازه خبرونه / كندهار: د ۸ زونونو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل سوې

كندهار: د ۸ زونونو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل سوې

د كندهار په كوربه توب د اتو زونو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل سوي ، يادې سيالۍ به ۱۳ ورځي دوام ولري او پرمهال به يي غوره لوبغاړي او منتخبه لوبدله هم وټاكل سي .
د كندهار د سپورټ او بدني روزني امر محمد الله ګلالى وايى چى يادي سيالي يي د منتخبي لوبډلي د ټاكلو په موخه په لاره اچولي چي ۱۳ ورځي به دوام وكړي او ټاكل سوى لوبډله به په اسيايي او نړيواله سطحه لوبيږي .
دغه سيالي چي تيره ورځ پيل په دوو ګروپو ويشل سوي چي په لومړي ګروپ كي يي كابل ، هرات ، هلمند او جوزجان ولايتونو فوټبال لوبډلې او په دوهم ګروپ كي كندهار ، خوست ، جلال اباد او بدخشان فوټبال لوبډلې لوبه كوي .
د سياليو د پيل په لمړۍ ورځ هلمند څلور د صفر په وړاندي د پنجشير فوټبال لوبدلۍ څخه لوبه وګټل .
كندهار ته د نورو ولايتونو څخه راغلي لوبغاړي خوښ او له ټاكل سوي كميټي څخه غوښتنه كوي چي د لوبي قضاوت دي په سمه توګه تر سره كړي .
دا په كندهار كي دريم ځل دي چي د هيواد په سطحه د زونو تر منځ د فوټبال سيالې پيليږي ، داچي ددي سياليو لومړي لوبډله به كومه يوه سي د سياليو ورستي لوبه به يي جواب كړي .