په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايې چې تېره ورځ يې د ارزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات ترسره کړي او ورسره په جګړه اوښتي دي .
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه وايې چې د اتل ٧٣ عملياتو پر مهال يوولس وسله وال طالبان او يو د ملي اردو سرتيرى وژل سوي او يوولس وسله وال طالبان او څلور د ملي اردو سرتيري ټپيان سوي دي .
سرچينه وايې چې جګړې پوره يوه ورځ دوام وکړي او د ورځي ناوخته پاى ته ورسيده .
سرچينه وايې چې د دريمي لوا سرتيرو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو يوه زيرمه هم تر لاسه کړې او له منځه وړې ده .
تېره ورځ د ارزګان چارواکو هم په چهارچينو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره د جګړې خبر ورکړى وو او ويلي يي وه چې په دې نښته کې دوه طالب قوماندانان ووژل سوي وه .
وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي .