کور / تازه خبرونه / کندهار: د سولي د پروسى سره يو ځاى سوى طالب قوماندان ووژل سو .

کندهار: د سولي د پروسى سره يو ځاى سوى طالب قوماندان ووژل سو .

د سولي د پروسي سره يو ځاي سوي طالب قوماندان ووژل سو .
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سولې د پروسې سره يو ځاى شوى طالب قوماندان چي دا مهال په پنجوايي ولسوالي کي يې د محلي پوليسو مشري په غاړه درلودل د ماين په چاودنه کې ووژل سو .

پېښه تېره ورځ مازيګر د دې ولسوالې په سپيروان سيمه کې رامنځ ته سوي ده .

نوموړى چې ملازينو نوميدى پر موټر يې د سړک د غاړي ماين چاوديدلى او دوه ساتونکي يې هم ټپيان سوي دي .

د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاقزى د پېښي پخلى کوي .

د پېښي مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستى او وايې چې د هغه سره يې څلور ساتونکي هم وژلي دي .

ملازينو دوه کاله مخکي د پنجوايي د پخوانى ولسوال فضل الدين اغا چې تېر کال په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل سو په هڅو د طالبانو نه جلا او د سولې د پروسې سره يو ځاى سو .