دولسي جرګې غړي دخپلي ژمني رخصتي نه وروسته ددری کلني دوري له پیل څخه داداری پلاوي دټاکلو لپاره له څلوروورځواوڅو پړاوونو وروسته ايله وتوانېدل، چې نن (سې شنبه د کب ٢٢مه او دمارچ ۱۲ ) نیټه د دغې جرګې لومړي مرستيال ،دوهم مرستیال ، لمړی منشي او دوهم منشي وټاکي.
دولسي جرګې دلومړي مرستيال دڅوکۍ لپاره دميرويس ياسيني او عبيدالله کليمزي تر منځ، دولسي جرګې داخلي وظايفوداصولودلايحې پر بنسټ، چې په نورو پړاوونوکې يې زياتې رايې ګټلې وې، رايه اچونه وشوه.
ميرويس ياسيني چي په تېر پړاوکې( ٩٩)رايې ترلاسه کړې وې، و دغه پړاو ته یې هم لار وموندله اودا ځل د (١٢٩ )رايو په ترلاسه کولوسره وتوانېدی، چې دلومړي مرستيال چوکۍ ترلاسه کړي. او دده مقابل عبیدالله کلیمزي( ۵۷) رایي لاسته را وړي .دولسی جرګي په دغو ټاکنوکې انجنير سيداکرام الدين د(١١٣ )موافقو رايو په ګټلوسره، د ولسي جرګې د لومړي منشي څوکۍ ترلاسه کړه. او دهغه مقابل داوؤدکلکاني( ۸۸ )موافقې راېی لاسته راوړی.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنوڅلور ورځې وخت واخېست، چې په پایله کي ميرويس ياسيني دولسی جرګي د لومړي مرستيال او صالح محمد سلجوقي ددويم مرستيال په توګه اوهمدا راز انجنير سيد اکرام الدين د ولسی جرګي لومړي منشي او عرفان الله عرفان د دويم منشي په توګه وټاکل شول.
اوس به ولسي جرګه خپلي عادي دندي پیل کړي .دولسې جرګي دراتلونکو پریکړو په اجنډاکي که به دکابیني د یوولسووزیرانوداستیضاح موضوع رامنځته شي کوم چي درخصتي نه مخکي په شخړواوناندریوبدله شوه.