دافغان دکرکیټ ملی ټیم له سکاټلندڅخه خپله څلورمه لوبه وګټله اوددي بری څخه وروسته افغانستان د ۶ نمرو (پانټونو) په ترلاسه کولو سره د انټرکانټننتآل کپ (لویو وچو ) د سیالیو په جدول کې دویم مقام ته پورته شو. دسیالیو په دي لوبوکي تر اوسه پوري دایرلند ټیم په لمړي ځای کی کرار لری.
افغانستان د ( ۴۸،۴-۵-۲۶۱). اور) په اخیستلوسره پرسکاتلند باندي د (۵۰-۹-۲۵۹) ا(ور) بری ترلاسه کړی اوسکاټلند ددوهم ځل لپاره لوبه پر افغانستان بایلوله .
د ۲۰۱۵ کا ل دنړیوالو لوبو په سیالیوکي يواځې دسر دوه بریالي ټیمونه برخه اخلي. چي دمګړي ایرلند اوافغانستان تر ټولو ډیر ي نمري لری. دغه دوه ټیمونه به ددریو ورځو په اوږدوکي ددوبي په شارجي کی تر(۱۲-۱۵)مارچ پوري په خپلومنځوکي نوري لوبي وکړی ترڅو په سیالیوکي ددوو زورورو ټیمونوبریاوي په ډاګه شي.