د روزګان په چهارچينو ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ پوره يوه ورځ جګړه سوي ده .
جګړه د دې ولسوالۍ د دوان په سيمه کي نن سه شنبه سهار اته بجې هغه وخت پيل سوه کله چي افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل سويو عملياتو پر مهال د وسله والو تر بريد لاندي راغله .
د روزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي چي د جګړې پر مهال د ناصر او قربآن په نومونو دوه طالب قوماندانان وژل سوي او يو د ملي اردو سرتيرى ټپي سوى دى .
د عايل په وينا چي د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو ته وسلي او مهمات هم په لاس ورغلي دي .
وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي .