کور / تازه خبرونه / وردګ : ٢٧٠ کسانو څخه د ښوونځيو د مديريتونو له پاره ازموينه واخستله سوه

وردګ : ٢٧٠ کسانو څخه د ښوونځيو د مديريتونو له پاره ازموينه واخستله سوه

د ميدان وردګو ولايت د شپږ شپيته منځني ښوونځيو د مديريتونو لپاره له دوه سوه اويا تنو څخه ازموينه واخيستل شوه .

دغه ازموينه چې د ميدان وردګو ولايت په پوهنې رياست کې واخيستل شوه، ددې ولايت د ټولو ولسواليو څخه دوه سوه اويا تنو چې لوړې او نيمه لوړې زدکړې ترسره کړې وې،عمرونه يې له پنځه ويشت کلونوڅخه زيات وو او په دولتي چارو کې دوه کلنه تجربه درلوده، واخيستل شوه .
د دغه ازموينې د اخيستلو پرمهال چې د پوهنې رياست د چارواکو سربېره، له مرکز څخه راغلي استازي، د ولايتي شورا غړو،د اصلاحاتي اداري او يوشمير نورو بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړي وو،د ازادې سيالۍ په ترځ کې د دغه ولايت د شپږ شپيته منڅني ښوونځيو د مديريتونو لپاره په شفاف ډول ازموينه واخيستل شوه .
د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رئيس ښاغلي فضل الرحمن طارق د ازموينې د اخيستلو پرمهال ازموينې ورکوونکو ته ډاډ ورکړ،چې په دغه پروسه کې به هيڅ ډول درغلي ترسره نشي .
د ديادونې وړده چې د ياد مديريتونو لپاره تردې وړاندې هم ازموينې اخيستل شوي،چې شپږ پنځوس تنه د اړونده ليسو د امرينو په توګه معرفي شوي دي .