د ميدان وردګو ولایت د ملي امنیت ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شوو
د میدان وردګو ولایت د پخواني رئیس فضل الرحمن سالارزي پرځای نوی رئیس نظر علي نورزی معرفي شوو.
په دغه غونډه کې چې د ملي امنیت د نوي رئیس د معرفي کېدو او د پخواني رئیس د الله پامانۍ په مناسبت جوړه شوې وه، د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي د پخواني رئیس له کړونو څخه یادونه وکړه او همدا راز د نوموړي په ښو صفاتو یې رڼا واچوله او د نوي رئیس لپاره یې دې ولایت ته ښه راغلاست و ویل او له نوموړي څخه یې د ښو خدمتونو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.
د ملي امنیت پخواني رئیس ښاغلی سالارزي د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې و ویل، چې زه هم ډیر خوښ وم چې د یوې ډلې د غړي په توګه په دې ولایت کې مې دنده تر سره کوله او د میدان وردګو ولايتي ادارې له ټولو رئیسانو، ولایتي شورا وکیلانو او امنیه قوماندانۍ له استازو، د ملي اردو له استازو او ټولو کارکوونکو د یو ټیم په توګه کار کړی او د تل لپاره همکار پاتې شوي دي.
همدا راز د ملي امنیت نوي رئیس هم د غونډې ګډون والو ته ډاډ ورکړ چې له تاسو سره به د یو ټیم په توګه کار کوم، او په میدان وردګو ولایت کې د ډاډمن امنیت د تامین په موخه به له والي صیب سره یو ځای په یو ګډ پلان باندې کار کوي.
د غونډې په پای کې د میدان وردګو والي له لوري د ملي امنیت پخواني رئیس ښاغلی سالارزي ته په دې ولایت کې د ښو خدمتونو د تر سره کولو په موخه ستاینلیک ورکړ او هم د ولایت د مرستیال له لوري د پښتنو دود یوه لونګې یې ورته پر سر کړه.