د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د يوه پوليس لخوا د ترسره شوي بريد په ترڅ کې د کورنيو او بهرنيو سرتيرو په ګډون شپاړس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
تېره ورځ ( دوشنبه ) د جلريز ولسوالۍ په خواجه صيب سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هډه کې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ په دې ولسوالۍ کې د دندو د ترسره کولو په موخه ګډه ناسته درلوده،چې په دغه ناسته کې ملي امنيت، ملي پوليسو،ملي اردو،ځآنګړو امريکايي ځواکونو او امريکايي ځواکونو شتون درلود .
د ددغه ناستې پرمهال يو تن پوليس د جلريز امنيه قومندانۍ د دري شپيته پليټ د هغه رينجر موټر څخه په استفادې چې پيکا ماشينداره په کې ځای پرځای شوي وه، بريد کړی،چې په ترڅ کې د بهرنيو سرتيرو په ګډون اته تنه وژل شوي او اته نورټپيان شوي دي .
په دغه پيښه کې د حمله کوونکي پوليس د وژل کيدو ترڅنګ دوه ملي پوليس او درې د ملي اردو افسران وژل سوي ،همدا راز د جلريز ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون دوه ملي پوليس او يو د ملي اردو سرتيری ټپي شوي دي .
همدا راز په دغه پېښه کې د بهرنيو ځواکونو دوه سرتيري وژل شوي او د امريکايي ځواکونو درې ژباړونکي او دوه دځانګړو امريکايي ځواکونو سرتېرې ټپيان شوي دي .
________________________________________
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ دوشنبه د حامد کرزي لخوا امریکایي خاصو ځواکونو ته د خبر داري وروستۍ ورځ وه چي باید د وردګو ولایت څخه را ووزی خو هغوی نه وزي .
تر اوسه معلومه نه ده چی د دې حملې علت څه و.