کور / تازه خبرونه / ننګرهار : په روانو سيالۍ يو کي د کنړ ولايت لوبډله پاى لوبي ته ووته

ننګرهار : په روانو سيالۍ يو کي د کنړ ولايت لوبډله پاى لوبي ته ووته

په ننګرهار کي د احمدزي کرکټ جام سياليو په لړ کې کونړ ولايت لوبډله پاى لوبې ته ووته.
دغه سيالۍ د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په ورزشي لوبغالي کې د حاجي حضرت ولي په مالي مرسته د دوه دېرش لوبډلو ترمنځ پيل شوي دي چې په لومړى نيمه پاى لوبه کې کونړ ولايت کرکټ لوبډله وتوانيده چې عادل شاه لوبډلې ته په سوپر اور کې ماتې ورکړي او ځان يې پاى لوبې ته ورسوه.
په دغه لوبه کې لومړى توپ وهنه کونړ ولايت کرکټ لوبډلې پيل کړه په ټاکلي شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو يوسلو دوه ويشت مندې جوړې کړې، عادل شاه لوبډلې هم د نهو لوبغاړو په سوځېدو يوسلو دوه ويشت منډې په شل اورونو کې جوړې کړي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ سيالى برابره شوه.
دلوبې امپايرانو د پرېکړې له مخې دواړو لوبډلو ته يو يو اور يعني سوپر اور ورکړل شو.
چې د کونړ لوبډلې يو اور کې شپاړلس منډې جوړې کړې ، چې بيا عادل شاه لوبډله ونه توانيده چې دغه هدف پوره کړي او په لومړى نيمه پاى لوبه کې يې ماتې ومنله.
يادونې وړده په دغو سياليو کې د ختيځ څلورو ولاياتو لوبډلو په ګډون کابل او پکتيا دوه دېرش لوبډلو برخه اخيستې
ددغو سياليو په لړ کې به نن سې شنبې په ورځ احمدزي او سباوون لوبډلې په دوهمه نيمه پاى لوبه کې سره مخ شي.