کور / تازه خبرونه / ٤٦ سيميز پوليس له زده کړو فارغ سول

٤٦ سيميز پوليس له زده کړو فارغ سول

شپږ څلویښت تنه سیمه ییز پولیس له زده کړې وروسته فارغ او په دندو وګمارل شول
په میدان وردګو ولایت کې د پنځمې دورې ۴۶ تنه سیمه ییز پولیس له یوې میاشتې مسلکي زده کړو وروسته د سیمه ییزو پولیسو له مرکز څخه فارغ شول.
یاد پولیسو ته چې د بهرنیو او کورنیو نظامي استادانو له لوري زده کړې ورکړل شوي دي، په مرکز میدان او نرخ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې به په دندو وګمارل شي.
په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د میدان وردګو ولایت مرستیال ذاکر حسین سلطاني او امنیه قوماندان جنرال سردار محمد ځاځي و ویل چې سیمه ییز پولیس دنده لري څو په میشت ځایونو کې د خلکو عامه شتمني وساتي او همدا راز له امنیت څخه ډکه فضا خلکو ته رامنځته کړي. نوموړو له پولیسو څخه غوښتنه وکړه څو داسې کړنلاره په لاره واچوي چې د ولسونو زړونه لاسته راوړي.
د غونډې په پای کې د میدان وردګو ولایت مرستیال او د امنیه قوماندان او څو تنو استادانو لخوا بریالي لیکونه په نوموړو پولیسو و ویشل شول.