د کرمې اېجنسۍ پاړه چنار کې یوه ځوان تن له یوې نجلۍ سره د مینې په تور سنګسار شوی دی. پېښه د پاړه چنار په توري قبرستان کې نن شاخوا دوولس بجې شوې ده.ځايي استخباراتو او ځايي خلکو رسنيوته ويلي، چې سنګسار شوی تن نورالدین نومېږي چې د پنجاب صوبې د میانوالي ضلعې اوسېدونکی دی ځايي سرچینو ادعا کړی چې سنګسار شوی تن د پاکستاني پوځ ملازم وو.ځايي خلکو وویل چې نورالدین د پاړه چنار د عیدګاه کالونۍ له یوې نجلۍ سره مینه لرله او د دوی دواړو د تېښتې هڅه کوله چې ځايي خلکو ونیول.د ځايي استخباراتو د مالوماتو له مخه په سیمه کې یوې ځايي سختدریځه مذهبي ډلې د دغه ځوان د سنګسارولو فیصله کړې.ځايي استخباراتو وويل چې پولیټیکل انتظامیې هڅه وکړه، چې د مشکوکه مین ژوند په جوړ جاړي وژغوري خو ناکامه شول.تراوسه د نجلۍ برخلیک لا معلوم نه دی.