کور / تازه خبرونه / دکندهاردعصري زده کړوله انستیتوت څخه ۲۵۰ ښځینه زده کونکې فارغ سول.

دکندهاردعصري زده کړوله انستیتوت څخه ۲۵۰ ښځینه زده کونکې فارغ سول.

دکندهاردښځوچارو ريسه وايي چي که لوستي ميرمني رسمي دندي ترسره کړي ممکن داختلاس اواداري فساد ستونزه ترډیره حل شي .
دازياته وي په هغه ادارو چي ښځینه کارونکې لري چاري يې چندان ستونزي نلري .
دې دکندهاردعصري زده کړوله انستیتوت څخه د۲۵۰ تنه ښځینه زده کونکودفراغت پرمهال دغه څرګندونې وکړې .
تازه فارغ شویوزده کونکوپه بیلابيلوبرخوکې زده کړي ترلاسه کړي خو
په دوی کې ۱۳ تنودامریکادسیټ پولتخنیک څخه ديپلومونه ترلاسه کړل چي د۲کالوپه موده کې يې له بهرنيواستادانوڅخه آنلاین زده کړي بشپړه کړي.
دښځينه زده کونکوپردغوزده کړوله دې کبله هم زیات حساب کيږي چي په ټولنه کې دمسلتودودونوسره سره يې په بیلابيلوڅانګوکې عصري زده کړي ترسره کړي .
دکندهاردعصري زده کړو دانستیتوت مشراحسان الله احسان وايي چي همدا اوس يې هم لس ګونه زده کونکې دبهرنيواستادانوڅخه دانټرنيټ پرلیکه زده کړي حاصله وي .
کندهارچي دپوهي پربهیريې په وار وار اندېښنه ښودل شوې زرګونه نارينه زده کونکې يې لاهم له زده کړوڅخه بې برخي دي .