کور / تازه خبرونه / جمهوررئیس کرزي دامریکاددفاع دنوی وزیر هیګل سره وکتل

جمهوررئیس کرزي دامریکاددفاع دنوی وزیر هیګل سره وکتل

دافغانستان جمهوررئیس کرزی دامریکا ددفاع دنوی وزیر چیک هیګل سره تیره شپه نا وخته دارګ په ماڼې کي ولیدل اودهغه سره یې دپیژندلګلوي کتنه وکړه. افغان جمهوررئیس دکتني پرمهال وویل ،چې دافغانستان اوامریکې ترمنځ هرډول دوه اړخیز اړیکي بایددیوبل ملي حاکمیت ته ددرناوي پربنسټ ولاړ ي وي او ددواړو هېوادو نودخلکوګټې پکې نغښتې وي.کرزی زیاته کړه چي امريکا بايددافغانستان دخلکوحساسيتونه درک کړي او هغه ته درناوی وکړی.
په دې کتنه کې کرزي اوهیګل دواړوپه افغانستان کي دامريکا دځانګړوځواکونوپرکړني او په دغوځواکونو پورې د تړلوملېشو دعملياتو بهیر، دافغانستان له کليواوبانډو څخه دناټوځواکونو دوتلو مهال، د شپی عملیات او دولسي وګړودمرګ ژوبلې کچه، ددواړوهېوادونوترمنځ د دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک، دبګرام دزندان دبشپړ لېږدولو لړۍ اودسولې دبهير په ګډون ديوشمېر نوروموضوعاتو په اړه خبرې وشوي.
کرزي هیګل ته دنوی دندي مبارکي وویله او هغه یې ددي څوکۍ لپاره وړاوغوره کس وباله اوده ته یې دبرياليتوب هيله وکړه.
هیګل دکرزي د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې له جمهوررئیس کرزي سره ښې اړيکې او پخوانۍ دوستي لري اودغه اړيکې به دمتقابل اعتماداوباورپه فضا کې لاډېر ټينګښت ومومي.
دامريکا د دفاع وزير وويل، چې امریکا دافغانستان ملي حاکميت ته احترام لري او هغه تیروتني چې په تېرو کلونوکې شوېدي نوربه تکرارنشي، خوله تېروتنوڅخه دتجربې په اخيستوسره، دواړه لوري بايد د اړيکواود متقابل باورد ټينګښت لپاره له پخوانه زياتي هڅي وکړی.
دیادوني وړده چي ،دتیری اووني را په دي خواه دافغانستان اوامریکا داړیکو ترمنځ ګډې وډې خبری کیږي.ددي خبرودسرچینوڅخه درسنیوپرلیکه په ښکاره ډول داسي مالومیږی چي دژمنو دپلی کولو په هکله دواړي خواوي همغاړي نه دي . دبیلګي په توګه:
پرون د ښځودنړيوالې ورځې په مناسبت جمهور رئیس کرزي يوې غونډې ته دوينا پر مهال پر امريکا او وسله والو طالبانوباندي سختې نيوکې وکړې ،هغه وویل چې دطالبانوله خوا په کابل اوخوست کې بريدونه په اصل کې دامریکا په ګټه وی .کرزي زیاته کړه ،چي طالبان په ښکاره ډول پرامریکایانو بریدونه کوي ،خوپه قطر،اروپااونوروهیوادو کي بیا دواړه لوري په خبروبوخت دي
دبګرام دزندان سپارل افغاني لوري ته اودوردګو ولایت څخه دامریکایی پوځونووتل هغه ستونځې دي چي تر اوسه پوري یې لاځوابونه نشته.