کور / تازه خبرونه / وردګ : ملي سوداګر پانګي اچوني ته راوبلل سول

وردګ : ملي سوداګر پانګي اچوني ته راوبلل سول

د ميدان وردګو والي ملي سوداګر په دغه ولايت کې پانګه اچونې ته راوبلل .
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيدخوږياڼي دغه خبره په ميدان وردګو ولايت کې د ميشتو سوداګرو سره په ځانګړې غونډه کې نن ( يکشنبه ) چې د دغه ولايت په مقر کې جوړه شوې وه،وکړه .
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي يادو سوداګرو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې له پانګوالو څخه وغوښتل،چې په دغه ولايت کې دې په درې مهمو برخو کې بانګه اچونې ته مخه وکړي .
هغه وويل په دغه ولايت کې شاوخوا درې څلويښت کانونه شتون لري،سوداګرو ته پکارده،چې په قانوني ډول ددغه کانونو په راويستلو کې پانګه اچونه وکړي،چې له يوې خوا به دولت ته ددغه لارې ګټه ورسيږي او له بل لورې به ستاسې سوداګرۍ کې هم د پام وړ ښه والی راشي .
د ميدان وردګو والي زياته کړه، دا چې د دغه ولايت د يوشمير سيمو اقتصادي برخه په مالدارۍ ولاړه ده،نو ملي سوداګرو ته پکارده چې د مالدارۍ د پياړي کولو په برخه کې هم پانګه اچونه وکړي .
هغه همدا راز ملي سوداګر په دغه ولايت کې د باغدارۍ په برخه کې هم پانګه اچونې ته راوبلل او ويې ويل مڼې،زردالو،کچالو،غنم،پياز او يوشمير نور چې ددغه ولايت ځانګړي حاصلات دي،بايد ښه بازار ته ورته وموندل شي او ددغه بازار موندلو لپاره پکارده چې ددغه ولايت ملي سوداګر پانګه اچونه وکړي .
د ميدان وردګو والي په وينا دا چې ملي سوداګر د خپلې پانګه اچونې لپاره يوه مناسب ځای ته اړتيا لري،ترڅو خپله پانګه اچونه په کې وکړې،نو دولت ورسره په قانوني ډول د ځای په برابرولو کې مرسته کوي او همدغه پانګوالو لپاره يو صناعتي پارک هم منظور شوی،چې د سوداګرو لپاره يوښه زيری دی.
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي همدا راز وويل دا چې يادو برخو کې پانګه اچونکو ته دبريښنا اړتيا ده،داچې اوس ددغه ولايت په مرکز کې يو اعشاريه پنځه ميګاوټّه بريښنا شتون لري ،دغه کچه به شپر ميګاوټّه لوړه کړي چې دغه لړۍ به د راتلوونکي کال د حمل مياشتې ته وروستيو پورې بشپړ شي.
د سوداګرو په استازۍ خليل امرخيل شرکت مشر ښاغلي امرخيل وويل چې پانګه اچوونکي هم ليواله دي چې په دغه ولايت کې خپله پانګه اچونه وکړي خو تردې دمه ورڅخه په دغه برخه کې چا غوښتنه نه وه،کړې او ژمنه يې وکړه،چې دوی به په بېلابېلو برخوکې پانګه اچونه وکړي .
بل لورې د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي د غزني ولايت څخه هم يادونه وکړه چې دغه ولايت په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن پلازمينه ګرځي، د ميدان وردګو ټولو ملي سوداګرو څخه يې غوښتنه وکړه چې په غزني کې په خپل نوم پانګه اچونه وکړي او د اسلامي تمدن په پلازمينه کې يوه ساحه چې د سوداګرو له لوري جوړيږي بايد برخه په کې واخلي. چې يو تن سوداګر ښاغلي امرخيل په سړکونو باندې د سولر لرونکو پايو د جوړولو وعده ورکړه. همدا راز د مرمرو د اتحاديې مشر هم خپله همکارۍ څرګنده کړه او وې ويل چې د غزني له چارواکو سره به اړيکه ونيسي او خپلې مرستې به ورسره شريکې کړي.
د يوه بل خبر له مخې د ميدان وردګو والي په دې ولايت کې دميشتو کوچيانو ستونزې واورېدې او اړونده ادارو ته يې د دوی دستونزو دژر حل کېدو لارښوونه وکړه .