کور / هراړخیز / دوهم واده

دوهم واده

یو سړی چی ورزشکار ، چارشانه او ډیر تکړه و ، ښایسته میرمن او یو ماشوم یې درلود . لس کاله یې د واده تیر سوي وو او ماشوم یې څلور کلن و . ډیر ښه کورنی ژوند یې درلود ، خپله میرمن او زوی دواړه ډیر پر ګران وو .

سړي په یو دفتر کی کار کاوه خو میرمن یې معلمه وه . څه موده وروسته یې په دفتر کی د یوې نجلۍ سره مینه پیدا سوه او کرار کرار دا مینه ډیرېده څو چی خبره واده ته ورسېده . سړي باید د غربی قانون له مخی لومړنۍ میرمن طلاقه کړې وای تر څو د هغې بلي سره یې واده کړی وای . له یوې خوا د دغی نجلۍ زیاتېدونکې مینه او د بلی خوا هم د خپلی وفاداره میرمنی او معصوم اولاد څخه بیلتون هغه دروند پیټیً و چی سړی یې تر لاندی زمولېدﺉ . چی هر ځل به یې د خپلی معشوقې ناز او نخرې لیدلې نو لیونی به سو چی څنګه هغه خپله کړی او میرمن پردۍ او له ځانه لیری کړی . آخر یې معشوقې ورته وویل چی یوه فیصله به کوې ، یا به زما څخه تیریږې او یا به هم خپله میرمن پریږدې .

سړی هم راغی او خپلی میرمنی ته یې وویل چی زه نور ستا سره ژوند کول نه غواړم . هغې ورڅخه وپوښتل چی ولی ؟ خیر کړې ، څه در پیښه سوې ده ؟ اعصاب دي پر ځای دي او که بل کوم مشکل لرې ؟ آیا په ما کی کوم نقص دی او که بله خبره ده ؟

سړي ورته وویل چی بس ، نور زه ستا سره ژوند کول نه غواړم . ښځی ورته وویل چی آیا د کومی بلی ښځی سره دی محبت پیدا سوی دی او که بل علت دی ؟ تر څو چی ما ته اصلی حقیقت او علت و نه وایی زه دې نه پریږدم . سړي ځان دوری هوری تیراوه او اصلی راز یې ورڅخه پټاوه .

دوې درې ورځی چی تیری سوې او سړی هماغسی بی محبته او بد وضعیته و ، نو میرمنی یې په ژړاوو پیل وکړ او ورته ویې ویل چی رښتیا راته ووایه ، څه خبره ده ؟! خو سړي حقیقت نه ورته وایه او ورځ په ورځ یې د هغې سره اړیکی خرابېدې . ښځه حیرانه او په غم کی ډوبه وه چی پر میړه می څه بلا نازله سوې ده چی یو دم داسی بدل سو . ټوله ورځ او شپه به یې غم کاوه او ګریوان به یې له اوښکو ډک و .

میړه یې پرله پسې ورته ویل چی زه او ته باید سره جدا یعنی طلاق سو . هغوی دواړه نور جدا جدا بیدېدل او هیڅ ډول مناسبات یې نه لرل خو فیصله یې دا کړې وه چی خپل کوچنی زوی به هیڅ نه خبرَوی .

دوې درې اوونۍ په دې ډول تیری سوې او میړه به یې هره ورځ ورته ویل چی که ته زما څخه طلاق نه اخلې نو زه مجبور کیږم چی د قانونی لاری څخه رامخته سم . باالاخره یې میرمن دې ته مجبوره کړه چی رسمأ سره جدا سی .

یوه شپه چی ناوخته له کاره راغی ، نو یو پاکټ یې ولید چی پر بستر یې پروت و . خو سړي هیڅ په باک هم رانه وړ ، او کله چی سبا راویښ سو او هغه یې راپورته کړ ، میرمنی یې له پاسه لیکلی وو چی زما د طلاق شرط . میړه یې هم ژر دا پاکټ خلاص کړ چی میرمنی یې داسی پکښی لیکلي وو :

دا چی ته ما حمتأ طلاقه کوې او نور زما سره ګډ ژوند نه غواړې ، نو دوه آسانه شرطونه لرم . لومړی دا چی زما سره به خپله دا وروستۍ میاشت هغسی په مینه تیروې لکه زموږ د ژوند لومړنۍ میاشت چی وه . دوهم دا چی یوه میاشت وروسته زموږ د زوی امتحانونه دي ، نو ځکه هغه باید هیڅ متأثره او حتی خبر هم نسي .

سړي چی دا دواړه شرطونه ولوستل نو په زړه کی ډیر خوشاله سو . ځکه ده فکر کاوه چی میرمنی به یې ډیری پیسې او مادی او مالی شرطونه پر ایښي وی .

معشوقې به یې هره ورځ ورڅخه پوښتل چی طلاق څنګه سو . کله چی سړي هغې ته د خپلی میرمنی دغه دواړه ساده شرطونه وویل ، نو هغې ډیر وخندل او ورته ویې ویل چی هغې ته په هر حالت کی طلاق ګوری ، خیر دی یوه میاشت دی بله هم درسره تیره کړی خو ګټه نه ورته لری .

میرمنی یې ورته وویل چی آیا ستا په یا د دي چی تر واده وروسته دی څو کاله هره ورځ د ډوډۍ خوړلو خونی ته په غیږ کی اخیستلم ؟ او ما به دواړه لاسونه ستا په غاړه کی اچولی وو ؟ او ډیره مینه به مو سره کوله ؟ او په ډیر ناز او محبت به دی پر څوکۍ کښېنولم ؟ میړه یې ورته وویل چی هو ، باالکل می په یاد دي . میرمنی یې ورته وویل چی دا یوه میاشت به کټ مټ ناز او محبت راسره کوې خو هر څه به قلبی وی نه تقلبی . میړه یې ورته وویل چی سمه ده ، چی ته طلاق ته حاضریږی ، زه هم دا هر څه د زړه له اخلاصه درسره کوم .

میړه به هره ورځ خپله میرمن د خوب له کوټې څخه د ډوډۍ خوړلو خونی ته په غیږ کی اخیستله او هغې به هم په ناز او محبت سره خپل لاسونه د هغه په غاړه کی اچولی وو او پر مخ به یې ښکل کاوه . هره ورځ به یې نوي جامې اغوستلې او ښه عطر او خوش بویی به یې په ځان وهل .

په آخری ورځ یې میړه ته په داسی حال کی چی هغه په غیږ کی اخیستې وه ، وویل چی کالي می ټوله راباندی غټ سوي دي ، آیا په علت یې پوهیږې ؟ میړه یې ورته وویل چی یا ، نه پوهیږم . هغې ورته وویل چی ډنګره سوې یم او همدا علت دی چی ته می داسی په اسانۍ سره په غیږ کی اخیستلای سې . خو کاشکی چی دا حالت هیڅ پای ته نه رسېدای او خپل زوی مو نه بیګانه کېدای . دا مهال یې بې اختیاره خندا او ژړا سره ګډه سوه او زوی یې متوجه سو چی څه پیښه ده .

ماشوم چی د دواړو په ظاهری خوښیو او نازونو نه پوهېدﺉ ، داسی یې وپوښتل : مورجانی ! څه قصه ده او ته ولی داسی ژاړې ؟ مور یې ځواب ورنکړ او د خوب خونی ته یې وځغستل او هلته پر بستر پرېوتله او په لوړ ږغ یې بې اختیاره کریږی ووهلې . هلک حیران سو او د مور سر یې په غیږ کی ونیوﺉ او مسلسل یې مچوله او په معصومانه او مأیوسانه ډول یې پلار ته کتل . کله چی په قصه پوه سو ، نو پلار ته یې د کریږو په حال کی صرف همدا یوه خبره وکړه چی : پلار جانه ! ما له ځانه مه شړه ، زما مور له ځانه مه بېلوه . موږ دواړه ستا یو او ته هم یوازی همدا زموږ یې .

د پلار یې هم وجدان ، احساس او مسؤلیت کرار کرار بیداره کېدﺉ او د خپل بیګناه زوی او وفاداري میرمنی الفت ، محبت او صمیمیت اغیزه پر کوله . یو دم یې دواړه په غیږ کی ونیول او د پښېمانۍ څپو واخیستی .

سبا چی یې معشوقې احوال ورڅخه وپوښتی ، نو سړي ورته وویل چی زه د خپلی میرمنی او زوی څخه نه بیلیږم . هغې هم خپل لاس د ده پر تندی ونیوﺉ او ورڅخه ویې پوښتل چی تبه خو دې نه ده ؟ سړي ورته وویل چی یا ، جوړ او روغ یم بلکی دغه یوې میاشتی لس کاله شا ته بوتلم او بیرته یې هماغه نعمت راعطا کړ چی لس کاله پخوا می درلود . زه اوس په اصلی محبت پوه سوم حال دا چی ستا سره په مجازی او احساساتی عشق کی راګیر وم ، او نن ما خپل اصلی معشوق پیدا کړ چی په هر حالت کی یې له لاسه نه ورکوم….

هغې هم دروازه په درب ووهله او پوچ ښکنځل یې ورته وکړل او ځنی ولاړله . وروسته له دې یې د میرمنی او زوی سره ژوند تر پخوا هم ډیر خوږ او صمیمی سو او د تل لپاره یې د مجازی او بازاري عشق څخه توبه وکړه ، او د ښځینه حقوقو مراعات یې پیل کړ .

هو ، اسلام چی کوم حقه حقوق ، عزت او حیثیت ښځو ته عطا کړی دی ، لویدیځ ټولنې ورڅخه بې برخی دي او نن عملأ ګورو چی د غربی ټولنو د هغو کسانو څخه چی مسلمانان کیږی ، ۶۵ سلنه یې همدا له تعلیمه برخمنی ښځی دي ! والسلام

( ن . صمد ـ nsamad57@hotmail.com )

مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .